امریکا افغانستان د امریکايي وګړو لپاره د یو ناخوندي هیواد په توګه اعلان کړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان په رسمي ډول د افغان حکومت د روانو کړنو له امله د «ناحقه توقیفونو دولتي ملاتړی» نومول شوی دی.
روبیو په یوه اعلامیه کې وویل: «نن زه افغانستان د ناحقه توقیفونو د دولتي ملاتړي په توګه نوموم. طالبان ترهګریزو تکتیکونو ته دوام ورکوي، خلک د باج اخیستلو یا د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره تښتوي. دا ناوړه تکتیکونه باید پای ته ورسیږي.»
دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د امریکایانو او نورو بهرنیو اتباعو د په ناحقه بندي کېدو په اړه پرله پسې راپورونه ورکړل شول.
روبیو خبرداری ورکړ چې افغانستان د امریکایي وګړو لپاره لا هم ناخوندي هیواد دی.
هغه وویل: «افغانستان ته د امریکایانو سفر کول خوندي نه دي، ځکه چې طالبان زموږ د امریکایي هېوادوالو او نورو بهرنیو اتباعو په ناحقه بندي کولو ته دوام ورکوي.»
نوموړي زیاته کړه: «طالبان باید ډینیس کایل)، محمود حبیبي او هغه ټول امریکایان چې په افغانستان کې په ناحقه بندي دي، همدا اوس خوشې کړي او ژمنه وکړي چې د یرغمل نیولو ډیپلوماسۍ ته به د تل لپاره د پای ټکی ږدي.»