نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په بلجیم کې د یوې چاودنې له امله کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) زیانمنه شوې. پولیس وایي څوک نه دي ټپیان
پولیسو ویلي چې د بلجیم په ختیځ، لیج ښار کې یوې چاودنې یوې کنیسې ته زیان اړولی او زیاته کړې یې ده چې هغوی د چاودنې د لامل په اړه څېړنې کوي.
په بلجیم کې د یوې چاودنې له امله کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) زیانمنه شوې. پولیس وایي څوک نه دي ټپیان
په بلجیم کې د یوې چاودنې له امله کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) زیانمنه شوې. پولیس وایي څوک نه دي ټپیان / Reuters

په بلجیم کې د یوې چاودنې له امله کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) زیانمنه شوې. پولیس وایي څوک نه دي ټپیان شوي.

د بلجیم په لیج ښار کې د سهار وختي یوې چاودنې کنیسې ته زیان اړولی او د شاوخوا ودانیو کړکۍ یې ماتې کړې دي، چارواکي د پېښې لامل لټوي.

دا چاودنه د دوشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۴:۰۰ بجې د کنیسې مخې ته شوې ده.

پولیسو ویلي چې د بلجیم په ختیځ، لیج ښار کې یوې چاودنې یوې کنیسې ته زیان اړولی او زیاته کړې یې ده چې هغوی د چاودنې د لامل په اړه څېړنې کوي.

د لیج ښار د پولیسو یوه ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی او "یوازې مالي زیان" اوښتی دی. ویاند زیاته کړه چې چاودنه د دوشنبې په ورځ د سهار په ۴:۰۰ بجو د کنیسې مخې ته شوې، چې له امله یې د سړک بلې غاړې ته د ودانیو کړکۍ هم ماتې شوې دي.

د فرانسوي ژبې عامه رسنۍ RTBF د راپور له مخې، په سیمه کې امنیتي کمربند جوړ شوی او تمه ده چې فدرالي پولیس هم سیمې ته ورسېږي.

د دې کنیسې د وېبپاڼې له مخې، دا ودانۍ په ۱۸۹۹ کال کې جوړه شوې او د لیج د یهودي ټولنې د تاریخي موزیم په توګه هم کارول کېږي.

وپلټۍ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري