افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده
د افغانستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې افغانستان د رفح له لارې غزې ته ۵۳۰ ټنه اړینې بشري مرستې لېږلې دي.
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده / Reuters

فلسطینیان او د نړیوالو مرستو بنسټونه وايي چې سیمې ته رسېدونکې مرستې لا هم کافي نه دي او بشري وضعیت یې "ناورین ځپلی" بللی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې افغانستان د رفح له لارې غزې ته ۵۳۰ ټنه اړینې بشري مرستې لېږلې دي.

د وزارت د چهارشنبې ورځې د بیان له مخې، دا جوپه چې په مصر کې د افغان حکومت د یوه پلاوي له خوا چمتو او پېرل شوې، پر ۲۲ زره کورنیو به وویشل شي.

په دې مرستو کې خواړه، جامې او نور اړین توکي شامل دي چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ ډالره اټکل شوی دی.

کابل یو ځل بیا د فلسطین د موضوع په اړه خپل "کلک" دریځ تکرار کړ او ټینګار یې وکړ چې دا ستونزه باید "د تاریخي حقایقو او د فلسطین د خلکو د مشروع حقونو سره سم" حل شي.

د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسراییل په نسل وژونکې جګړه کې لږ تر لږه ۷۲،۳۳۶ کسان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي او ۱۷۲،۲۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د حکومتي مطبوعاتي دفتر په وینا، د تېر اکتوبر راهیسې د اوربند سره سره، اسراییلي ځواکونو د توپونو، ډزو او بریدونو له لارې د هوکړې سرغړونې ته دوام ورکړی دی.

دې دفتر زیاته کړې چې د اوربند له پیل راهیسې لږ تر لږه ۷۵۷ کسان وژل شوي او ۲،۱۱۱ نور ټپیان شوي دي.

دا سرغړونې په داسې حال کې دوام لري چې متحده ایالاتو د جنوري په نیمایي کې د هوکړې د دویم پړاو پیل اعلان کړ؛ په داسې حال کې چې د اسراییل لخوا د اوربند په مراعتولو او د خوراکي توکو، طبي وسایلو او سرپناه په ګډون د هوکړه شوې بشري مرستې پر پرېښودو ټینګار کیږي.

فلسطینیان او نړیوال مرستندویه بنسټونه وايي چې سیمې ته رسېدونکي توکي لا هم کافي نه دي او بشري وضعیت یې "بوږنوونکی" او روغتیايي سیستم یې له پاشل کېدو سره مخ بللی دی.

 

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو