د ستر مشر غازي مصطفی کمال اتاترک له خوا د ۱۹۱۹ کال د مۍ پر ۱۹مه، د هغه هېواد د ژغورنې لپاره چې دښمن له څلورو خواوو راګیر کړی و، سامسون ولایت ته د تلو او د ملي مبارزې د پیلولو ۱۰۷ کاله تېر شول.
د ۱۹۱۸ کال د اکتوبر پر ۳۰مه د "مونډروس" (Mondros) د اوربند تړون له لاسلیک وروسته، ایزمیر ولایت د یونانیانو، ادانا د فرانسویانو، او انتالیا او قونیه د ایټالویانو له خوا اشغال شول. برتانوي ځواکونو اورفا، ماراش، انتیپ، مرزیفون او سامسون ته ننوتل او د ۱۹۱۸ د نوامبر پر ۱۳مه برتانوي سمندري ځواکونو په استانبول کې لنګر واچاوه.
مصطفی کمال چې کلونه یې په جبهو کې د هېواد د خاورې د ساتنې لپاره تېر کړي وو، د ۱۹۱۸ کال د نوامبر پر ۳مه له (Yıldırım Orduları)تندر ځواکونو د قوماندانۍ څخه استانبول ته راستون شو او د هېواد د ژغورنې لپاره یې هڅې پیل کړې.
په سامسون او شاوخوا سیمو کې مېشتو یونانیانو د هغو برتانوي سرتېرو په ملاتړ چې د ۱۹۱۹ کال په مارچ کې سامسون ته راغلي وو، وسله وال بریدونه او ګډوډي پیل کړه. دوی غوښتل چې د مونډروس د تړون د ۷مې مادې له مخې دغه سیمه د اشغالګرو ځواکونو پر مخ خلاصه کړي.
د دغو حالاتو وروسته کله چې ترکي ولس د ځان دفاع او د خپل مال او ځان ساتنې لپاره په تنظیمېدو پیل وکړ، برتانوي چارواکو اندېښنه وښوده او له استانبول حکومته یې د وضعیت د کنټرول غوښتنه وکړه. مصطفی کمال چې د ۹م پوځ د مفتش په توګه ګمارل شوی و، د ۱۹۱۹ د مۍ پر ۱۶مه (یوه ورځ وروسته له هغه چې ایزمیر اشغال شو) په "باندیرما" کښتۍ کې له استانبول څخه د سامسون په لور روان شو.
مصطفی کمال او ملګري یې د مۍ پر ۱۹مه په سامسون کې د "ریجي" (Reji) اسکېلې ته ورسېدل. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال روسانو د ښار ټولې اسکېلې بمبار کړې وې، خو یوازې د "ریجي" اسکېله سالمه پاتې وه، چې فرانسویانو به پکې د سګرټو فابریکه چلوله. له همدې امله دغه ځای د "توتون" (تمباکو) اسکېلې په نوم هم یادېږي.
په سامسون کې د هغه حضور برتانویان اندېښمن کړل، نو ځکه مصطفی کمال هلته له ۶ ورځو پاتې کېدو وروسته، د مۍ پر ۲۵مه "حوزه" (Havza) سیمې ته لاړ.
په حوزه کې لومړنۍ غونډه او د ایزمیر د اشغال پر ضد لاریون
د هېواد د ژغورنې په لاره کې د مصطفی کمال پاشا دویم تمځای "حوزه" وه، چې هلته لومړنۍ لویه ولسي غونډه وشوه. د هغه په لارښوونه په دې غونډه کې د ایزمیر د اشغال پر ضد سخت اعتراض وشو. نوموړي ۱۸ ورځې په حوزه کې د ملي مبارزې لپاره مهم فعالیتونه وکړل. کله چې برتانویانو پر حکومت فشار راوړ او هغه یې له دندې ګوښه کړ، مصطفی کمال د یوه ملکي وګړي په توګه له خلکو رخصت واخیست او خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ.
د مبارزې لمبه ټولې اناطولیا ته خپره شوه
د آزادۍ هغه ډېوه چې غازي مصطفی کمال او ملګرو یې په سامسون کې بل کړې وه، په ترتیب سره اماسیه، ارزروم او سیواس ته ورسېده او په ټول هېواد کې خپره شوه. د دې مبارزې په پایله کې د ۱۹۲۳ کال د اکتوبر پر ۲۹مه د ترکیې جمهوریت تاسیس شو، چې سږکال خپله ۱۰۳مه کلیزه نمانځي.
د اوندوکوز مۍ پوهنتون (OMU) استاد پروفیسور ډاکټر کایا تونجر چاغلاین وايي: "ملي مبارزه د ترکي ملت د تاریخ یو له مهمو پړاوونو څخه ده. دا مبارزه یوازې د هېواد د ازادۍ لپاره نه، بلکې د ملي او معنوي ارزښتونو د ساتنې لپاره وه."
نوموړي زیاته کړه چې په سامسون کې دا ثابته شوه چې ایا د جګړو له امله ستړی شوی ترکي ولس د نوې مبارزې انرژي او زړورتیا لري که نه؟ سامسون مصطفی کمال پاشا ته دا ډاډ ورکړ چې ولس د مبارزې لپاره چمتو دی، له همدې امله سامسون ته د 'ژغورونکي ښار' لقب ورکول کېږي.
د تورکیې د خپلواکۍ موسس اتاترک وروسته دا ورځ د هیواد ځوانانو ته ډالۍ کړه. اوس هر کال دا ورځ په هیواد کې د سپورت ، ځوانانو او اتاترک د یادښت د ورځې په توګه لمانځل کیږي او په هیواد کې ملي رخصتي ده.















