الجزایر د پخواني ولسمشرالیمین زروال  د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو.

د ولسمشرۍ دفتر وویل چې پخوانی سرتیری زرول د الجزایر په یوه پوځي روغتون کې د جدي ناروغۍ وروسته مړ شو، او زیاته یې کړه چې بیرغونه به په ټول هیواد کې نیم ځوړند وي.

By
الجزایر د پخواني ولسمشرالامین زروال  د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو. / AFP

الجزایر د پخواني ولسمشر الیمین زروال د مړینې له امله درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی، هغه د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو. هغه یو داسې مشر بلل کېده چې د هېواد د تر ټولو کړکېچنو دورو پر مهال یې ثبات راوست.

د ولسمشرۍ دفتر وویل چې پخوانی سرتیری زرول د الجزایر په یوه پوځي روغتون کې د جدي ناروغۍ وروسته مړ شو، او زیاته یې کړه چې بیرغونه به په ټول هیواد کې نیم ځوړند وي.

هغه په ۱۹۴۱ کال کې د باتنه په ښار کې زېږېدلی و او د ملي ازادۍ د پوځ په لیکو کې لوړ مقام ته ورسېد، هغه پوځ چې د فرانسوي استعماري واکمنۍ پر وړاندې یې جګړه کوله.

د شخړو د وخت مشر

زروال په ۱۹۹۴ کال کې د الجزایر د سختې کورنۍ جګړې پر مهال واک ته ورسېد، او د یوې انتقالي ادارې مشري یې کوله، په داسې حال کې چې هېواد له تاوتریخوالي او سیاسي بې‌ ثباتۍ سره مخ و.

هغه په ۱۹۹۵ کال کې د الجزایر لومړنۍ څو ګوندي ولسمشریزې ټاکنې تنظیم کړې او په پرېکنده توګه یې وګټلې، چې دا د سیاسي نظم د بیا ټینګښت پر لور یو مهم ګام ګڼل کېده.

ناڅاپي استعفا او تلپاتې میراث

په هرصورت، په ۱۹۹۸ کال کې، زروال د خپلې دورې بشپړولو دمخه د استعفا ورکولو سره ډیری خلک حیران کړل، چې د عبدالعزیز بوتفلیکا لپاره یې لاره هواره کړه، چې د دوو لسیزو لپاره به د الجزایر مشري وکړي.

سره له دې چې هغه ژر له واکه لاړ، زروال د عامه ژوند یو دروند شخصیت پاتې شو، او تر ډېره له سیاست څخه لرې پاتې شو، خو د صداقت او اعتدال په نوم یې شهرت وساته.

د هغه مړینه د الجزایر د معاصر تاریخ د یوې مهمې دورې پای ته رسېدل دي، هغه مهال چې هېواد له جګړې سره سره د سیاسي بدلون لپاره بنسټونه اېښودل.