فلسطین د  تورکیې لخوا د  ۳۷ اسرائیلي چارواکو د نیولو حکمونه 'د عدالت بریا' وبلله

فلسطین د ۳۷ اسرائیلي چارواکو پر وړاندې د تورکیې د نیولو د حکمونو ستاینه کړې او هغه یې د عدالت بریا بللې ده، او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې د انقرې لاره تعقیب کړي.

By
فلسطین د  تورکیې لخوا د  ۳۷ اسرائیلي چارواکو د نیولو حکمونه 'د عدالت بریا' وبلله

فلسطین د  تورکیې لخوا د  ۳۷ اسرائیلي چارواکو د نیولو حکمونه 'د عدالت بریا' وبلله
د نیولو دغه حکمونه په غزه کې د نسل وژنې او بشریت ضد جنایتونو په تور د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ګډون ۳۷ اسرائیلي چارواکي پر خلاف صادر شوي دي.

فلسطین د ۳۷ اسرائیلي چارواکو پر وړاندې د تورکیې د نیولو د حکمونو ستاینه کړې او هغه یې د عدالت بریا بللې ده، او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې د انقرې لاره تعقیب کړي.

د استانبول د لویې څارنوالۍ دفتر له خوا صادر شوي دغه حکمونه د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دفاع وزیر اسرائیل کاټز، د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر، د پوځ لوی درستیز ایال ضمیر او د اسرائیلو د سمندري ځواکونو قومندان ډیویډ سار سلاما په ګډون جګپوړي اسرائیلي چارواکي په نښه کوي.

د فلسطین مقاومتي ډلې حماس د جمعې په ورځ د دغه اقدام ستاینه وکړه او هغه یې د تورکیې د خلکو او مشرانو یو ستر کار وباله.

"دغه د قدر وړ ګام د تورکیې د خلکو او د هغوی د مشرتابه د هغو غوره دریځونو پخلی کوي، چې د عدالت او انسانیت له ارزښتونو او همدارنګه زموږ له مظلومو فلسطیني خلکو سره د ورورولۍ له اړیکو سره سمون لري."

حماس له نورو هېوادونو هم د ورته اقدام غوښتنه وکړه.

"موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ټولو هېوادونو او د هغوی له قضایي ارګانونو غواړو چې هر ځای د ترهګرو صهیونیستي اشغالګرو مشرانو د تعقیب لپاره قانوني حکمونه صادر کړي او هغوی محکمې ته د راکش کولو او د بشریت ضد جنایتونو په خاطر د حساب ورکولو لپاره کار وکړي."

په یوه جلا اعلامیه کې، د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت هم د تورکیې د دغه اقدام ستاینه وکړه.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: "دغه زړور قانوني اقدام د عدالت د اصل لپاره یوه بریا ده او د هغو ازادو ملتونو او مشرانو د ارادې ښکارندويي کوي چې د معافیت هغه پالیسي ردوي چې ځینو هېوادونو اسرائیل ته ورکړې ده."

دې وزارت ټینګار وکړ چې دا اقدام "د جنګي او بشریت ضد جنایتونو سره په مبارزه کې د قضايي صلاحیت نړیوالوالی هم بیا تاییدوي."

وزارت وویل، د تورکیې د قضایي قوې له خوا پورته شوي اقدامات "یو پرمختللی حقوقي او اخلاقي دریځ څرګندوي او دا روښانه پیغام ورکوي چې هغه کسان چې د فلسطیني خلکو پر وړاندې جنایتونه کوي، له حساب کتاب څخه به خلاص نه شي، پرته له دې چې په کومو څوکیو کې دي."

د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې، د جرمونو نړیوالې محکمې په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د جنګي او بشریت ضد جنایتونو له امله د نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر یواو ګالنټ د نیولو امر صادر کړی و.

اسرائیل د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې په یوه وحشیانه برید کې تر ۶۹،۰۰۰ ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، او تر ۱۷۰،۰۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي، مخکې له دې چې د اکتوبر په ۱۰مه اوربند عملي شي. خو اسرائیل د دغه اوربند څخه سرغړونې ته دوام ورکړی دی.