تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان لخوا  د منسک ډلې د منحلولو د پریکړې نه هر کلی کړی دی.
تورکیې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د منسک ډله چې درې لسیزې وړاندې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د قره باغ د شخړې د منځګړیتوب لپاره جوړ شوی و، د منحلو د پریکړې هر کلی کړی.
تورکیې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان لخوا  د منسک ډلې د منحلولو د پریکړې نه هر کلی کړی دی.
/ AA

تورکیې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان لخوا  د منسک ډلې د منحلولو د پریکړې نه هر کلی کړی دی.

تورکیې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د منسک ډله چې درې لسیزې وړاندې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د قره باغ د شخړې د منځګړیتوب لپاره جوړ شوی و، د منحلو د پریکړې هر کلی کړی.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "موږ د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د اروپا د امنیت او همکاری د سازمان د وزیرانو شورا لخوا  د منسک ډلې او اړوند جوړښتونه د منحلولو د پریکړې نه تود هر کلی کوو."

په بیان کې زیاته شوې: "دا تاریخي پرېکړه، چې د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو په پایله کې ممکنه شوې، د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې په بهیر کې یو له مهمو پړاوونو څخه ګڼل کېږي."

منسک ګروپ په ۱۹۹۲ کال کې د قره باغ د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره جوړ شوی و، چې روسیه، امریکا، او فرانسه یې د ګډو مشرانو په توګه دنده ترسره کوله، خو دایمي حل ته په رسېدو کې پاتې راغلی و. اذربایجان له اوږدې مودې راهیسې د دې ګروپ د منحل کېدو غوښتنه کوله او دا یې د ارمنستان سره د رسمي سولې تړون ته د پرمختګ لپاره یو شرط ګڼلی و.

د دې ګروپ د منحل کېدو پرېکړه د اګست په ۸مه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د یوې غونډې وروسته وشوه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې کوربه و. په دې غونډه کې د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان خبرې وکړې. له دې وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو اروپا د امنیت او همکارۍ ډلې  څخه د ګروپ د منحل کېدو لپاره ګډه غوښتنه وکړه.

تورکیې تل په دې شخړه کې د اذربایجان ملاتړ کړی او د دې ګروپ منحل کېدل یې د جنوبي قفقاز په سیمه کې د دوامداره سولې د رامنځته کولو په لور یو ګام ګڼلی دی.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري