نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په سویلي افریقا کې په سلګونو تنه کان کیندونکي د مځکې لاندې بند پاتې دي.
د سویلي افریقا د سیبانې سټیلواټر شرکت د جمعې په ورځ وویل چې د ژغورنې هڅې د ۲۸۹ کان کیندونکو لپاره روانې دي چې د جوهانسبرګ ته نږدې د کلوف په نامه  د سرو زرو په کان کې بند پاتې دي.
په سویلي افریقا کې په سلګونو تنه کان کیندونکي د مځکې لاندې بند پاتې دي.
/ Reuters

په سویلي افریقا کې په سلګونو تنه کان کیندونکي د مځکې لاندې بند پاتې دي.

د سویلي افریقا د سیبانې سټیلواټر شرکت د جمعې په ورځ وویل چې د ژغورنې هڅې د ۲۸۹ کان کیندونکو لپاره روانې دي چې د جوهانسبرګ ته نږدې د کلوف په نامه  د سرو زرو په کان کې بند پاتې دي.

د سیبانې ویاند وویل: "موږ  د کلوف  د کان په ۷ نمبر څانګه کې د یوې پیښې د رامنځته کیدو پخلی کوو، او موږ د څانګې  د خوندي کولو او د معاینې پروسې په ترسره کولو بوخت یو، چې وروسته به کان کیندونکي وژغورل شي."

ویاند زیاته کړه چې ټول کان کیندونکي خوندي دي خو دقیق شمېر یې معلوم ندی، او شرکت هغوی ته د خوراکي توکو برابرولو په حال کې دی.

ویاند وویل: "موږ تمه لرو چې دا وضعیت به نن حل شي."

د کان کیندونکو ملي اتحادیې (NUM) مخکې ویلي و چې دوی د دې پېښې راپورونه ترلاسه کړي دي، چې ویل کېږي د پنجشنبې په شپه شاوخوا لس بجې دا پیښه رامنځته شوې ده.

۳ کیلومتره ژور د سرو زرو کان

د کانونو لوی مفتش ډیویډ مسیزا د ډیلي ماوریک ورځپاڼې ته وویل چې د هغه کان  د د هغه برخې چې پیښه کې پکې رامنځته شوې ده  خوندي کولو ته لومړیتوب ورکوي مخکې له دې چې خلک راوباسي. هغه زیاته کړه: "مونږ لا زیاته خطر منلی نشو. هغوی ته ویل شوي چې د ځمکې لاندې په سټیشنونو کې پاتې شي."

۷ نمبر څانګه، چې د ویتواټرزرنډ د سرو زرو یو ډېر ژور کان دی او له ۳ کیلومترو څخه زیات ژوروالی لري، د ژغورنې عملیات ډېر پېچلي کړي دي.

د کان کیندونکو ملي اتحادیې د سیبانې د دې پېښې د عامه کولو په ځنډ غبرګون ښودلی دی.

د اتحادیې ویاند لیوهواني مامبورو د ډیلي ماوریک ورځپاڼې ته وویل: "موږ په دې غوسه یو چې سیبانې هڅه کړې چې دا حقیقت پټ کړي چې ۳۰۰ کارکوونکي د ځمکې لاندې پرته له خوراک بند پاتې دي."

وپلټۍ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده