افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور یو پخوانی استرالیايي سرتیری ونیول شو
د ځانګړو تحقیقاتو دفتر  او د استرالیا فدرالي پولیسو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، تمه ده چې دغه ۴۷ کلن سړی د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ افغانستان  په روزګان ولایت کې د پنځو قتلونو په تور په رسمي ډول تورن شي.
د افغانستان په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور یو پخوانی استرالیايي سرتیری ونیول شو
د افغانستان په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور یو پخوانی استرالیايي سرتیری ونیول شو / Reuters

د استرالیا فدرالي پولیسو ویلي چې یو پخوانی استرالیايي سرتیری د سه شنبې په ورځ د سیډني په هوایي ډګر کې ونیول شو او تمه ده چې په افغانستان کې د پنځو جنګي جرمونو په تور تورن شي.

د ځانګړو تحقیقاتو دفتر  او د استرالیا فدرالي پولیسو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، تمه ده چې دغه ۴۷ کلن سړی د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ افغانستان  په روزګان ولایت کې د پنځو قتلونو په تور په رسمي ډول تورن شي.

که څه هم په رسمي اعلامیه کې د دغه پخواني سرتیري نوم نه دی اخیستل شوی، خو یو شمېر رسنیو هغه "بېن رابرټس سمیټ - بللی دی، چې د استرالیا یو له خورا مشهورو او ډېر مډال لرونکو سرتیرو څخه ګڼل کېږي.

که چیرې هغه مجرم وپیژندل شي، د قتل د جنګي جرم لپاره ترټولو درنه سزا د ټول عمر بند (حبس ابد) ده.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د استرالیايي دفاعي ځواکونو د غړو لخوا د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه ۵۳ څېړنې پیل شوې وې، چې له هغې جملې څخه ۳۹ یې اوس بندې شوې دي.

دا مهال ۱۴ څېړنې لا هم فعالې دي، چې ۱۰ یې په جدي ډول روانې دي او ۴ نورې یې په ځنډول شوي حالت کې دي.

همدارنګه، یوې بلې څېړنې د ځانګړو ځواکونو د یوه بل پخواني سرتیري د تورنېدو لامل شوې چې د جنګي جرم (قتل) په تور به یې محاکمه د ۲۰۲۷ کال په فبروري کې پیل شي.

وپلټۍ
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي