د افغانستان په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور یو پخوانی استرالیايي سرتیری ونیول شو
د ځانګړو تحقیقاتو دفتر او د استرالیا فدرالي پولیسو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، تمه ده چې دغه ۴۷ کلن سړی د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ افغانستان په روزګان ولایت کې د پنځو قتلونو په تور په رسمي ډول تورن شي.
د استرالیا فدرالي پولیسو ویلي چې یو پخوانی استرالیايي سرتیری د سه شنبې په ورځ د سیډني په هوایي ډګر کې ونیول شو او تمه ده چې په افغانستان کې د پنځو جنګي جرمونو په تور تورن شي.
د ځانګړو تحقیقاتو دفتر او د استرالیا فدرالي پولیسو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، تمه ده چې دغه ۴۷ کلن سړی د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ افغانستان په روزګان ولایت کې د پنځو قتلونو په تور په رسمي ډول تورن شي.
که څه هم په رسمي اعلامیه کې د دغه پخواني سرتیري نوم نه دی اخیستل شوی، خو یو شمېر رسنیو هغه "بېن رابرټس سمیټ - بللی دی، چې د استرالیا یو له خورا مشهورو او ډېر مډال لرونکو سرتیرو څخه ګڼل کېږي.
که چیرې هغه مجرم وپیژندل شي، د قتل د جنګي جرم لپاره ترټولو درنه سزا د ټول عمر بند (حبس ابد) ده.
په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د استرالیايي دفاعي ځواکونو د غړو لخوا د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه ۵۳ څېړنې پیل شوې وې، چې له هغې جملې څخه ۳۹ یې اوس بندې شوې دي.
دا مهال ۱۴ څېړنې لا هم فعالې دي، چې ۱۰ یې په جدي ډول روانې دي او ۴ نورې یې په ځنډول شوي حالت کې دي.
همدارنګه، یوې بلې څېړنې د ځانګړو ځواکونو د یوه بل پخواني سرتیري د تورنېدو لامل شوې چې د جنګي جرم (قتل) په تور به یې محاکمه د ۲۰۲۷ کال په فبروري کې پیل شي.