نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د ټرمپ د ادارې لخوا د محصلینو او خبریالانو په ویزو باندې نوي محدودیتونه لګول کیږي.
د ټرمپ ادارې یو نوی قانون وړاندې کړی چې له مخې به یې نړیوال محصلین، د کلتوري تبادلې ګډونوال او بهرني خبریالان په متحده ایالاتو کې د پاتې کېدو وخت محدود شي.
د ټرمپ د ادارې لخوا د محصلینو او خبریالانو په ویزو باندې نوي محدودیتونه لګول کیږي.
/ Reuters

د ټرمپ د ادارې لخوا د محصلینو او خبریالانو په ویزو باندې نوي محدودیتونه لګول کیږي.

د ټرمپ ادارې یو نوی قانون وړاندې کړی چې له مخې به یې نړیوال محصلین، د کلتوري تبادلې ګډونوال او بهرني خبریالان په متحده ایالاتو کې د پاتې کېدو وخت محدود شي.

دغه وړاندیز د پنجشنبې په ورځ په فدرال راجسټر کې خپور شو، چې له مخې به د زده‌کړو لپاره د F ویزې، د تبادلې لپاره د J ویزې، او د بهرنیو رسنیو غړو لپاره د I ویزې اوږدمهاله سیستم پای ته ورسیږي.

پخوا دغه سیستم ویزه لرونکو ته اجازه ورکوله چې د خپل پروګرام یا دندې د مودې تر پای پورې، تر هغه چې د ویزې شرایط یې پوره کول، پاتې شي. خو اوس د کورني امنیت وزارت غواړي د ټاکلي وخت لپاره د ویزې موده وټاکي.

د دې وړاندیز شوي قانون له مخې، د محصلینو او د تبادلې ګډونوالو ویزې به تر څلورو کلونو پورې محدودې شي. د بهرنیو خبریالانو لپاره به دا موده ۲۴۰ ورځې وي، خو د چینایي وګړو لپاره به یوازې ۹۰ ورځې وي.

اوس مهال، ویزې تر هغه وخته پورې اعتبار لري چې لرونکي یې د ویزې شرایطو ته پابند وي او د نوي کولو اړتیا نه وي.

د ویزې ناوړه ګټه اخیستنه

د دې بدلون له مخې، ویزه لرونکي مجبور دي چې که د خپلو زده‌کړو یا دندو د بشپړولو لپاره اضافي وخت ته اړتیا ولري، د تمدید غوښتنه وکړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت  په وینا: "د نورو غیر مهاجرتي کټګوریو برخلاف، چې د ټاکلي وخت لپاره منل کیږي، د F، J، او ډیری I کټګوریو لرونکي د ویزې شرایطو ته د پابندۍ تر وخته منل کیږي. اوس موږ وړاندیز کوو چې د دې سیستم موده له 'د حالت د دوام' څخه ټاکلي وخت ته بدله کړو."

چارواکي وايي چې نوی سیستم د "ویزې د ناوړه ګټه اخیستنې" مخنیوي او د هغو کسانو د ښه څارنې لپاره ډیزاین شوی چې د دې کټګوریو لاندې متحده ایالاتو ته داخلېږي.

دغه وړاندیز د پوهنتونونو او رسنیو سازمانونو اندیښنې راپارولې دي، کوم چې په نړیوالو محصلینو او بهرنیو خبریالانو تکیه کوي. نیوکه کوونکي وايي چې دا بدلون کولی شي د ادارو او هغو کسانو لپاره چې مخکې له داخلېدو څخه سختې پلټنې تېروي، بې‌باوري او اداري ستونزې رامنځته کړي.

عام خلک کولی شي د دې وړاندیز په اړه د فدرالي قانون جوړونې پورټل له لارې د ۳۰ ورځو په موده کې خپل نظرونه وړاندې کړي.  د امنیت د کورني امنیت وزارت ویلي دي چې د نظرونو تر ارزونې وروسته د قانون وروستۍ بڼه بشپړه کړي.

 

وپلټۍ
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»