افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
یوناما په افغانستان کې د طالبانو لخوا د خپل سرو نیولو او خلکو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنه ښودلې
ملګروملتونو په افغانستان کې د طالبانو لخوا د خپل سرو نیولو او خلکو سره د ناوړه چلند په اړه ژور اندیښنه ښودلې ده.
یوناما په افغانستان کې د طالبانو لخوا د خپل سرو نیولو او خلکو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنه ښودلې
یوناما په افغانستان کې د طالبانو لخوا د خپل سرو نیولو او خلکو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنه ښودلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو اخلاقي پولیسو (د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو) د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ سلګونه کسان په خپل‌سري ډول نیولي او له لسګونو نورو سره یې ناوړه چلند کړی دی؛ خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې دوی د دغې درې میاشتنۍ مودې په ترڅ کې د د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو له لوري ۴۴۳ خپل‌سرې نیونې او توقیفونه او د ناوړه چلند ۹۷ پېښې ثبت کړې دي.

یوناما ویلي، دا پېښې د ښځو د حجاب له اصولو د سرغړونې، د ږیرې او وېښتانو پر سټایلونو د محدودیتونو، په لمانځه کې د جبري ګډون او پر موسیقۍ د بندیزونو له ادعا شویو سرغړونو سره تړاو لري.

کله چې طالبان پنځه کاله وړاندې د امریکا او د هغوی د متحدینو د وتلو په ترڅ کې بېرته واک ته ورسېدل، نو ژمنه یې کړې وه چې د ۱۹۹۰مې لسیزې د وروستیو او ۲۰۰۰مې لسیزې د پیل په پرتله به خپل حکومت نسبتاً نرم او پراخ‌بنسټه پر مخ بیایي.

خو د بشري حقونو ډلې وايي، چې پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو په لګولو سره دا ډاډ او ژمنې ډېر ژر له منځه لاړې.

په دغه راپور کې همدا راز د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د څلورو غړو د وژل کېدو او ۱۴ نورو د خپل‌سرو نیول کېدو پېښې هم ثبت شوې دي، سره له دې چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته عمومي عفوه اعلان شوې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه موندنې رد کړې دي او د دې نیونو د قانوني بللو ترڅنګ یې پر یوناما تور لګولی، چې د حکومت پر ضد یې پروپاګنډ کوي.

یوناما ویلي، چې په یاده درې میاشتنۍ موده کې په سرحدي پېښو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. دغه بنسټ د یو شمېر رسنیو د فعالیتونو د ځنډولو راپور هم ورکړی او ویلي یې دي چې افغان ښځې لا هم د ملګرو ملتونو دفترونو ته له تګ څخه منع دي.

وپلټۍ
د روسیې په ریازان سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د برید له امله د تېلو په یوه چاڼځای کې اور لګېدلی
په یمن کې حوثیانو د سعودي عربستان د  یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د روسیې د تر ټولو لوی بانک پر ډېټا سنټر د ډرون برید شوی دی.
په اسرائیل کې د انټل (Intel) په فابریکه کې چاودنې درې کسان سخت ټپیان کړي دي
حوثيانو د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت ارامکو پر تاسیساتو برید وکړ.
د ایران سپاه پاسداران امریکا وګواښله
اسپانیا د تورکیې نه د ۱۵ نورو ملي جیټ الوتکو ( هورجیټ ) د پیرولو پلان اعلان کړ.
د پیسو نړیوال صندوق مشره وايي، پر سعودي بریدونه کولای شي "هر ځای" منفي اغېزې ولري
زیلینسکي ویلي دي چې لویدیځ د سخت غبرګون د نه ښودولو له امله روسیې پر اوکراین خپل بریدونه شدید کړي
ایران ویلي چې له عمان سره د هرمز تنګي په هکله لازم توافق ته ورسېدو.
اکسیوس: "ټرمپ او نتنیاهو په اسرائیلو او امریکا کې له ټاکنو مخکې پر ایران د احتمالي برید په اړه خبرې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي وسله‌والو تر کنټرول لاندې صنعا کې د عملیاتو مخکې د وتلو خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»