پداسې حال کې چې ادعا کیږي په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي، د سرتیرو د تګ لارو (مسیرونو) او پاسورډونو ثبتولو په هیواد کې امنیتي اندیښنې راپورته کړې دي.
د ناروې رسنیو ویلي چې د سپتمبر په میاشت کې په پلازمینه اوسلو کې د ترسره شویو تمریناتو پرمهال د کرایي موټرو د کارولو خبره افشا شوې، او ادعا یې کړې چې په موټرو کې نصب شویو کمرو د سرتیرو حرکتونه، مسیرونه او د امنیتي لاسرسي پاسورډونه (شفرونه) ثبت کړي دي.
راپورونه وايي چې دا موټر د هغه شرکت له لارې کرایه شوي چې د ناروې د وسله والو ځواکونو لخوا کارول کیږي، او لږترلږه دوه یې د چینایي برانډ دي.
ویل کیږي چې د دې ادعاوو له راپورته کیدو وروسته داسې څرګندونې وشوې چې ګواکې "په موټرو کې د کمرو حافظې پاکې شوې دي"، خو د کرایي موټرو په کمرو کې د پوځي معلوماتو ثبتولو په ناروې کې پراخې امنیتي اندیښنې زیږولي دي.
د ناروې د دفاع وزارت لخوا په یوه مخکینۍ اعلامیه کې ویل شوي وو چې د کرایي موټرو په تړون (قرارداد) کې یوه داسې ماده شتون لري چې له مخې یې د غیر مجاز اشخاصو له لاسرسي څخه د حساسو معلوماتو د خوندیتوب ساتنه کیږي.






















