د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
حماس د اسرائیلو د غیرې مستقیمو مذاکراتو پیلولو ته چمتوالی وښود
حماس د یکشنبې په ماښام اعلان وکړ چې دوی د غزې د بشري کړکېچ د پای ته رسولو او دایمي اوربند ته د رسېدو په موخه  چمتو دي چې له اسرائیلو سره د غیر مستقیمو خبرو اترو نوی پړاو سمدستي پیل کړي، ترڅو د شخړې پاتې مسایل حل کړي.
حماس د اسرائیلو د غیرې مستقیمو مذاکراتو پیلولو ته چمتوالی وښود
/ AP

حماس د یکشنبې په ماښام اعلان وکړ چې دوی د غزې د بشري کړکېچ د پای ته رسولو او دایمي اوربند ته د رسېدو په موخه  چمتو دي چې له اسرائیلو سره د غیر مستقیمو خبرو اترو نوی پړاو سمدستي پیل کړي، ترڅو د شخړې پاتې مسایل حل کړي.

دا اعلان وروسته له هغې وشو کله چې دغه ډلې د شنبې په ورځ د غزې د اوربند په اړه د امریکا د منځني ختیځ ځانګړي استازي سټیو وټکوف له خوا وړاندې شوې طرحې ته خپل ځواب وړاندې کړ. د دې ځواب په اړه هم د اسرائیلو حکومت او هم استازي په کلکه رد څرګند کړ.

حماس په یوه بیان کې وویل: "موږ د قطر او مصر د دوامداره هڅو هرکلی کوو چې د صهیونیستي اشغال له خوا زموږ د خلکو پر وړاندې پیل شوې جګړې ته د پای ټکی کېږدي."

دغه ډلې خپله چمتووالی څرګند کړ چې "سمدستي غیر مستقیمې خبرې اترې پیل کړي، ترڅو د شخړو په مسایلو کې یوه موافقه ترلاسه کړي، په داسې ډول چې زموږ خلکو ته راحت ورکړي،  بشري ناورین پای ته ورسوي، او دایمي اوربند او د (اسرائیلي) اشغالګرو ځواکونو بشپړ وتلو ته لاره هواره کړي."

د یکشنبې په ورځ، مصر او قطر په یوه ګډه اعلامیه کې هیله څرګنده کړه چې د اسراېیلو او حماس ترمنځ د ۶۰ ورځو لنډمهاله اوربند په اړه ژر تر ژره موافقه وشي، چې د غزې لپاره دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.

 

وپلټۍ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د ۷۴ کلونو په عمر ومړ
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې