د امریکا د رسنیو د راپورونو له مخې، یو پاکستانی سوداګر په امریکا کې د یوه مشهور امریکايي سیاسي شخصیت د ترور د دسیسې جوړولو په تور په څه باندې ۲۷ کلونو بند محکوم شو. نوموړي ویلي چې دغه پلان د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو لخوا ورته سپارل شوی و.
د ۴۸ کلن عاصف مرچنټ پر وړاندې د ۲۰۲۴ کال د ترور د دسیسې په تړاو د پیسو په بدل کې د وژنې د هڅې او د ترهګرۍ د هڅې تورونه ثابت شوي دي. د محاکمې د شاهدانو د څرګندونو له مخې، په احتمالي هدفونو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پخوانی ولسمشر جو بایډن او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره نیکي هېلي شامل وو.
څارنوالانو ویلي، مرچنټ هڅه کړې وه چې په امریکا کې داسې کسان وګماري چې د ټرمپ او نورو کسانو د وژلو پلان عملي کړي. د دوی په وینا، دا پلان په ۲۰۲۰ کال کې د ایراني پوځي قوماندان قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې جوړ شوی و.
د امریکا د ولسوالۍ قاضي ایریک کومیټي د یوه ولسمشر یا لوړپوړي حکومتي چارواکي د ترور پلان جوړول یو خورا جدي جرم بللی دی.
مرچنټ د محاکمې پر مهال شاهدي ورکړې چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو له یوه اړوند کس څخه ورته لارښوونه شوې وه چې د وژنې چارې تنظیم کړي. نوموړي ویلي، د دې کار منلو ته ځکه اړ شو چې په ایران کې د خپلو خپلوانو د خوندیتوب په اړه ویریده.
د څارنوالانو په وینا، مرچنټ هغو کسانو ته پنځه زره ډالره ورکړي وو چې ده ګومان کاوه د وژنې لپاره یې ګومارلي دي، خو هغوی په حقیقت کې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې پټ مامورین وو.
هغه د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې په ټکساس ایالت کې هغه مهال ونیول شو چې پاکستان ته د بېرته ستنېدو لپاره یې چمتووالی نیوه.
ایران دا تورونه رد کړي چې ګواکې غوښتل یې امریکايي چارواکي ترور کړي.
د مرچنټ وکیل ویلي چې نوموړی غواړي د محکمې د حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي، په داسې حال کې چې څارنوالانو د عمري بند غوښتنه کړې وه.






















