نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
مادورو د ټرمپ پر خلاف سخت غبرګون وښود او وویل چې مونږ به په هیواد کې کودتا ته اجازه ورنکړو
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغې پرېکړې ته غبرګون وښود چې له مخې یې د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) ته "له مخدره توکو سره د مبارزې" په پلمه د وینزویلا په خاوره کې د عملیاتو اجازه ورکړې ده
مادورو د ټرمپ پر خلاف سخت غبرګون وښود او وویل چې مونږ به په هیواد کې کودتا ته اجازه ورنکړو
مادورو د ټرمپ پر خلاف سخت غبرګون وښود او وویل چې مونږ به په هیواد کې کودتا ته اجازه ورنکړو / Reuters

ټرمپ ته د مادورو غبرګون: "د سي آی اې په ملاتړ کودتاګانې نه منو"

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغې پرېکړې ته غبرګون وښود چې له مخې یې د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) ته "له مخدره توکو سره د مبارزې" په پلمه د وینزویلا په خاوره کې د عملیاتو اجازه ورکړې ده، او ویې ویل چې دا په ښکاره توګه "د سي آی اې په ملاتړ کودتا ده." هغه وویل چې هیڅوخت به اجازه ورنکړي.

د دولتي ټلوېزیون VTV د خبر له مخې، مادورو په یوه غونډه کې په خپله وینا کې د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود.

مادورو په تېر کې په افغانستان، عراق او لیبیا کې د امریکا پوځي عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې دا ډول سیاستونه له ناکامۍ سره مخ شوي دي.

مادورو وویل: "د رژیمونو بدلون ته نه. د سي آی اې په ملاتړ کودتاګانو ته نه، چې په ارجنټاین کې کودتاوې، په چیلي کې د (اګوستو) پینوشه کودتا، او هغه ۳۰ زره کسان چې د دې سازمان په لاس تري تم شول او ۵ زره نور چې ووژل شول یا تري تم شول، را په یادوي."

د امریکا ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په ۱۴مه اعلان کړی و چې د وینزویلا سواحلو ته نږدې د مخدره توکو د قاچاق په تور پر یوې کښتۍ برید شوی او ۶ کسان په کې وژل شوي دي.

ټرمپ تایید کړې وه چې سي آی اې ته یې "له مخدره توکو سره د مبارزې" په پلمه د وینزویلا په خاوره کې د عملیاتو اجازه ورکړې ده.

په کارابین کې خوځښتونه

د امریکا ولسمشر ټرمپ پخوا د یوه فرمان په لاسلیک کولو سره د لاتینې امریکا د مخدره توکو له کارټلونو سره په خپله سیمه کې د مبارزې په پلمه د پوځ د ډېر او اغېزناک کارولو امر کړی و.

امریکا په دې لړ کې د اګست په وروستیو کې د وینزویلا سواحلو ته یو سمندري ځواک لېږلی و چې له یوې اوبتلې او جنګي بېړیو څخه جوړ و، او د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسیټ هم ویلي وو چې د امریکا پوځ په وینزویلا کې د رژیم د بدلون په ګډون عملیاتو ته چمتو دی.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو هم په ځواب کې اعلان کړی و چې په هېواد کې یې ۴.۵ میلیونه ملیشه ځواکونه بسیج کړي او د هر ډول برید شنډولو ته چمتو دی.

له بلې خوا، د امریکا لخوا د وینزویلا سواحلو ته نږدې د "مخدره توکو د قاچاق" په پلمه پر ځینو کښتیو بریدونو ته دوام ورکولو هم د وینزویلا د حکومت او هم د نړیوالې ټولنې له نیوکو سره مخ شوی او دا بریدونه "له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه" بلل شوي دي.

 

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.