پوتین کابینې ته امر وکړ چې د روسیې د نادره فلزاتو د استخراج لپاره پلان جوړ کړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د روسیې کابینې ته امر وکړ چې د دسمبر تر لومړۍ نیټې پورې د نادره ځمکو د کانونو د استخراج لپاره د لارې نقشه جوړه کړي.
پوتین کابینې ته امر وکړ چې د روسیې د نادره فلزاتو د استخراج لپاره پلان جوړ کړي
روسیه وايي چې د نادره فلزاتو په پروژو کې له امریکا سره ملګرتیا ته لیواله ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د روسیې کابینې ته امر وکړ چې د دسمبر تر لومړۍ نیټې پورې د نادره ځمکو د کانونو د استخراج لپاره د لارې نقشه جوړه کړي.
د کرملین په وېب پاڼه کې د وزیرانو لپاره د خپرو شوو دندو په لېست کې، پوتین کابینې ته دا هم سپارښتنه کړې چې د چین او شمالي کوریا له پولو سره د ترانسپورت د اړیکو د پراختیا لپاره اقدامات ترسره کړي.
نادره منرالونه – چې په ځيرک تلیفونونو، برېښنايي موټرو او وسلو سیسټمونو کې کارېږي – په نړيوال تجارت کې يو ستراتيژيک اهميت خپل کړی دی.
په اپريل مياشت کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوکراين سره يو تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې امريکا ته د اوکراين د نويو معدني پروژو ته ترجيحي لاسرسی ورکول کېږي او د دغه هېواد د بيا رغونې لپاره به پانګونه تمويلوي.
روسيه وايي چې له امريکا سره د نادره منرالو د پروژو په برخه کې د همکارۍ لېوالتيا لري، خو دا احتمال د اوکراين د جګړې د نه ختمېدو له امله له خنډونو سره مخ دی.
چین، چې د نادره منرالو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی، سږکال د امریکا د ګمرکي تعرفو په ځواب کې د دغو منرالو پر صادراتو بندیزونه لګولي دي.
د پوتین دا امر — چې د سپتمبر په میاشت کې د ولادیوستوک په ختیځ اقتصادي فورم کې د هغه د ګډون وروسته د کړنو لنډیز بلل شوی — د روسیې د نادره منرالو د پلان په اړه مفصل جزئیات نه وړاندې کوي.
د نورو ټکو تر منځ، پوتین حکومت ته سپارښتنه کړې چې د چین او شمالي کوریا د پولو په اوږدو کې “ګڼ ډوله ترانسپورتي او لوژستیکي مرکزونه” رامنځته کړي.
پوتین ویلي چې دا مرکزونه باید د روسیې او چین ترمنځ دوه موجود پُلونه، او هغه نوی پُل هم شامل کړي چې شمالي کوریا ته د جوړېدو په پلان کې دی او د هغه په وینا، باید په ۲۰۲۶ کال کې په رسمي ډول پرانیستل شي.
د روسیې دواړو ختیځو ګاونډیانو — چین او شمالي کوریا — له لوېدیځو هېوادونو څخه د روسیې پر ضد د بندیزونو له لګولو وروسته له مسکو سره خپلې اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړې دي.