اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
پوتین کابینې ته امر وکړ چې د روسیې د نادره فلزاتو د استخراج لپاره پلان جوړ کړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د روسیې کابینې ته امر وکړ چې د دسمبر تر لومړۍ نیټې پورې د نادره ځمکو د کانونو د استخراج لپاره د لارې نقشه جوړه کړي.
پوتین کابینې ته امر وکړ چې د روسیې د نادره فلزاتو د استخراج لپاره پلان جوړ کړي
پوتین کابینې ته امر وکړ چې د روسیې د نادره فلزاتو د استخراج لپاره پلان جوړ کړي / Reuters

پوتین کابینې ته امر وکړ چې د روسیې د نادره فلزاتو د استخراج لپاره پلان جوړ کړي

روسیه وايي چې د نادره فلزاتو په پروژو کې له امریکا سره ملګرتیا ته لیواله ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د روسیې کابینې ته امر وکړ چې د دسمبر تر لومړۍ نیټې پورې د نادره ځمکو د کانونو د استخراج لپاره د لارې نقشه جوړه کړي.

د کرملین په وېب ‌پاڼه کې د وزیرانو لپاره د خپرو شوو دندو په لېست کې، پوتین کابینې ته دا هم سپارښتنه کړې چې د چین او شمالي کوریا له پولو سره د ترانسپورت د اړیکو د پراختیا لپاره اقدامات ترسره کړي.

نادره منرالونه – چې په ځيرک تلیفونونو، برېښنايي موټرو او وسلو سیسټمونو کې کارېږي – په نړيوال تجارت کې يو ستراتيژيک اهميت خپل کړی دی.

په اپريل مياشت کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوکراين سره يو تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې امريکا ته د اوکراين د نويو معدني پروژو ته ترجيحي لاسرسی ورکول کېږي او د دغه هېواد د بيا رغونې لپاره به پانګونه تمويلوي.

روسيه وايي چې له امريکا سره د نادره منرالو د پروژو په برخه کې د همکارۍ لېوالتيا لري، خو دا احتمال د اوکراين د جګړې د نه ختمېدو له امله له خنډونو سره مخ دی.

چین، چې د نادره منرالو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی، سږکال د امریکا د ګمرکي تعرفو په ځواب کې د دغو منرالو پر صادراتو بندیزونه لګولي دي.

د پوتین دا امر — چې د سپتمبر په میاشت کې د ولادیوستوک په ختیځ اقتصادي فورم کې د هغه د ګډون وروسته د کړنو لنډیز بلل شوی — د روسیې د نادره منرالو د پلان په اړه مفصل جزئیات نه وړاندې کوي.

د نورو ټکو تر منځ، پوتین حکومت ته سپارښتنه کړې چې د چین او شمالي کوریا د پولو په اوږدو کې “ګڼ ‌ډوله ترانسپورتي او لوژستیکي مرکزونه” رامنځته کړي.

پوتین ویلي چې دا مرکزونه باید د روسیې او چین ترمنځ دوه موجود پُلونه، او هغه نوی پُل هم شامل کړي چې شمالي کوریا ته د جوړېدو په پلان کې دی او د هغه په وینا، باید په ۲۰۲۶ کال کې په رسمي ډول پرانیستل شي.

د روسیې دواړو ختیځو ګاونډیانو — چین او شمالي کوریا — له لوېدیځو هېوادونو څخه د روسیې پر ضد د بندیزونو له لګولو وروسته له مسکو سره خپلې اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړې دي.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ