منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
بریتانیا ،کاناډا او استرالیا لخوا د فلسطین د دولت د په رسمیت پیژندو نه وروسته د اسرائیلو سخت غبرګون
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا په رسمیت پېژندنه "جهادي حماس ته له یوې جایزې پرته بل څه نه دي" وبلله.د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې د اسرائیلو ځواب به هغه وخت اعلان شي کله چې هغه له امریکا څخه راستون شي.
بریتانیا ،کاناډا او استرالیا لخوا د فلسطین د دولت د په رسمیت پیژندو نه وروسته د اسرائیلو سخت غبرګون
/ AP

بریتانیا، کاناډا او اسټرالیا د یکشنبې په ورځ په یوه همغږي اقدام کې یو فلسطیني دولت په رسمیت وپېژانده. دا اقدام پر غزې د اسرائیلو د جګړې له امله د ناهیلۍ په پایله کې شوی او موخه یې د دوه دولتي حل لارې ته وده ورکول دي، چې په ټول اسرائیل کې یې غوسه راپارولې ده.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا په رسمیت پېژندنه "جهادي حماس ته له یوې جایزې پرته بل څه نه دي" وبلله.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې د اسرائیلو ځواب به هغه وخت اعلان شي کله چې هغه له امریکا څخه راستون شي، چېرته چې ټاکل شوې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

هغه په یوه اعلامیه کې زیاته کړه: "او زه تاسو ته یو بل پیغام لرم: دا به ونه شي. د اردن سیند په لوېدیځ کې به یو فلسطیني دولت جوړ نه شي."

د هغه سخت دریځو متحدینو د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.

د اسرائیل د ملي امنیت سخت دریځي وزیر ایتمار بن ګویر پر اسرائیلي حکومت غږ وکړ چې اشغال شوې لوېدیځه غاړه له خپلې خاورې سره یوځای کړي او "د فلسطیني ادارې بشپړ ځپل" پرمخ یوسي.

بن ګویر پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې هغه به د کابینې په راتلونکې غونډه کې د لوېدیځې غاړې د الحاق وړاندیز وکړي.

د مالیې افراطي وزیر بیزالل سموتریچ هم په دې اړه خپل نظر څرګند کړ او اعلان یې وکړ چې بهرني حکومتونه د اسرائیلو د راتلونکي په اړه د څه ویلو حق نه لري.

هغه وویل: "هغه ورځې تېرې شوې چې برتانیا او نورو هېوادونو به زموږ راتلونکی ټاکه، قیمومیت پای ته رسېدلی، او د دې اسرائیلو ضد اقدام یوازینی ځواب په یهودا او سامریه (اشغال شوې لوېدیځه غاړه) کې د یهودي خلکو پر پلرني ټاټوبي حاکمیت دی او د فلسطیني دولت احمقانه مفکوره د تل لپاره له اجنډا څخه لرې کول دي."

د اپوزیسیون مشران نتنیاهو ملامتوي

د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر یایر لپید پر اېکس په یوه پوسټ کې وویل چې د فلسطیني دولت "یو اړخیزه" په رسمیت پېژندنه د ترهګرۍ لپاره یوه جایزه ده، خو یو څه پړه یې د نتنیاهو پر حکومت هم واچوله.

"یوه فعال اسرائیلي حکومت کولی شوای د مسلکي ډیپلوماتیکو خبرو او مناسبې ډیپلوماسۍ له لارې د دې مخه نیولې وای."

هغه وویل: "هغه حکومت چې زموږ په تاریخ کې یې تر ټولو بد امنیتي ناورین راوست، اوس تر ټولو سخت ډیپلوماتیک بحران هم راولي."

د اپوزیسیون ډیموکرات ګوند مشر او د اسرائیلي ځواکونو پخواني مرستیال یایر ګولان هم د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندنه "د (لومړي وزیر بنیامین) نتنیاهو او (د مالیې وزیر بیزالل) سموتریچ یوه سخته سیاسي ناکامي او د اسرائیلو د امنیت لپاره یو ورانوونکی اقدام" وباله.

ګولان وویل: "دا د نتنیاهو د سیاسي بې پروایۍ مستقیمه پایله ده: د جګړې پای ته رسولو څخه انکار او د اشغال او الحاق خطرناکه ټاکنه." هغه پر غزې د اسرائیلو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه پیاوړي سیاسي دریځ غوښتنه وکړه.

په بهر کې نیوکې

په برتانیا کې، د اپوزیسیون مشرې کیمي بډناک د حکومت پرېکړه وغندله او هغه یې "ترهګرۍ ته جایزه ورکول" وبلل.

هغې پر اېکس ولیکل: "موږ به ټول په هغه ورځ پښېمانه شو چې دا پرېکړه وشوه. پر حماس له هېڅ ډول شرط پرته ترهګرۍ ته جایزه ورکول. دا په غزه کې یرغمل شوي کسان په بد حالت کې پرېږدي او په دې جګړه کې د ښکېلو بې ګناه خلکو د کړاوونو د مخنیوي لپاره هېڅ نه کوي."

له واشنګټن څخه، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې د ټرمپ ادارې اروپایي حکومتونو ته د فلسطین د په رسمیت پېژندلو په اړه "خبرداری" ورکړی و، او ویلي یې و چې دوی ممکن د اسرائیلو له سخت غبرګون سره مخ شي.

روبیو زیاته کړه چې امریکا به د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د الحاق لپاره د اسرائیلو د هر ډول اقدام د مخنیوي لپاره مداخله ونه کړي او استدلال یې وکړ چې دا په رسمیت پېژندنه "په غزه کې د سولې تړون ته رسېدل سختوي."

نور هېوادونه به هم فلسطین په رسمیت وپېژني

د ۱۹۸۸ کال د نوامبر له ۱۵مې راهیسې د خپلواکۍ له اعلان وروسته، فلسطین د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې د ۱۴۷ هېوادونو لخوا په رسمیت پېژندل شوی، چې ایرلنډ، اسپانیا او ناروې تېر کال په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی دی.

تمه کیږي چې دا شمېره ۱۵۷ ته لوړه شي ځکه تمه ده چې د بلجیم، فرانسې او پرتګال په ګډون څو نور هېوادونه به هم دا اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د فلسطین دولت په رسمي توګه په رسمیت وپېژني.

د ملګرو ملتونو پلټونکو په دې وروستیو کې دې پایلې ته ورسېدل چې اسرائیل په غزه کې نسل وژنه کوي، چېرته چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې تر ۶۵،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

وپلټۍ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی