منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې ۱۳۳۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی وايي، د امریکا او اسرائیل لخوا  پر ایران په بریدونو کې  ۱۳۳۲ ایراني ملکي وګړي وژل شوي دي
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې ۱۳۳۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې ۱۳۳۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي / Reuters
7 مارچ 2026

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۳۳۲ ایراني ملکي وګړي وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

هغه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران په کورنیو چارو کې د امریکا  د ولسمشر ټرمپ لاسوهنه چې د  مذهبي مشر علي خامنه اي د ځایناستي په ټاکلو کې باید دخیل وي په کلکو ټکو وغندله.

ایرواني وویل چې د ټرمپ راپور شوي څرګندونې "د دولتونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې د اصولو ښکاره سرغړونه ده چې د ملګرو ملتونو په منشور کې هم ځای پر ځای شوي دي."

ایرواني په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: "ایران یو خپلواک او مستقل دولت دی. دا هېواد هېڅکله کوم بهرني ځواک ته اجازه نه ورکوي او نه به یې ورکړي چې په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه وکړي."

هغه زیاته کړه: "د ایران د مشرتابه ټاکنه به په کلکه زموږ د اساسي قانون د طرزالعملونو سره سمه او یوازې د ایراني ولس په اراده، له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پرته ترسره شي."

 

وپلټۍ
حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځه د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.
د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر: ناټو د امریکا د ګټو لپاره حیاتي ده، تورکیه کلیدي رول لوبوي
د جنوبي کوریا ولسمشر د اسرائیلي پوځیانو ظلم او څیره ټولې نړۍ ته ښکاره کړه
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد
اردوغان: د فلسطيني زندانیانو لپاره د اسرائيل د اعدام سزا د هټلر له تګلارو سره ورته ده
هرات کې پر یوه تفریحي ځای برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي
د ګرینلینډ لومړي وزیر د ټرمپ څرګندونې رد کړې
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه جوړ شوي درې فلمونه د کن په فیستیوال کې سیالي کوي
اسرائیلو د غزې په بریدونو کې د دریم ټولګي زده کونکي په ګډون پنځه فلسطینیان ووژل شول
روسیې له اوکراین سره د ارتودوکس ایسټر جشن اوربند اعلان کړ
ټرمپ: ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد ته په اجازه ورکولو کې 'خورا کمزوری' عمل کوي
د پاکستان دفاع وزیر په لبنان کې د ۳۰۰ کسانو له وژل کېدو وروسته اسرائیل 'سرطاني غده' بللی دی