ایلون ماسک وايي چې هغه به د اپل کمپنۍ پر خلاف د غیرې عالانه چلند له امله اقامه د دعوا وکړي

ایلون ماسک ادعا کړې چې اپل  شرکت د مصنوعي زيرکتیا د سیالانو اپلیکیشنونه د اپ سټور له لوړ ځایونو څخه منع کوي او پوښتنه یې کړې چې ولې د هغه اپلیکیشنونه د نړۍ په کچه د لوړو رتبو لرلو سره سره ایستل شوي دي.

ایلون ماسک وايي چې د پخواني ټویټر یا ایکس مصنوعي زیرکتیا به  به د اپل شرکت پر خلاف سره د غیر عادلانه چلند له امله اقامه د دعوی وکړي.

ایلون ماسک ادعا کړې چې اپل  شرکت د مصنوعي زيرکتیا د سیالانو اپلیکیشنونه د اپ سټور له لوړ ځایونو څخه منع کوي او پوښتنه یې کړې چې ولې د هغه اپلیکیشنونه د نړۍ په کچه د لوړو رتبو لرلو سره سره ایستل شوي دي.

د ټکنالوژۍ میلیاردر ایلون ماسک پر اپل تور پورې کړی چې د سیالۍ ضد سرغړونې کوي، په دې تور چې ګواکې د OpenAI پرته بل هېڅ د مصنوعي زيرکتیا شرکت ته اجازه نه ورکوي چې د خپل اپ سټور په درجه ‌بندۍ کې د لومړی مقام ځای ته ورسېږي، چې نوموړې یې "روښانه د سیالۍ ضد سرغړونه" بللې ده.

ماسک د دوشنبې په ورځ په ایکس کې په یوه پوسټ کې وویل: "ایکس مصنوعي زیرکتیا  به سمدستي قانوني اقدام وکړي."

xAI، اپل او OpenAI د رویټرز د تبصرو غوښتنو ته سمدستي ځواب ور نه کړ.

د همدې ورځې په لومړیو کې، د ټیسلا مشر ماسک د آیفون جوړونکي د اپ سټور د اپلیکېشنونو د ځانګړو کړنلارو په اړه پوښتنې مطرح کړې. 

هغه په ټولنیزه شبکه کې په یوه بله لیکنه کې وویل: «ای @Apple App Store، ولې ته نه ايکس او نه هم ګروک ته په خپل "ضروري" برخه کې ځای ورکوې، په داسې حال کې چې ايکس د نړۍ لومړی  درجه ټولنیزه شبکه ده او  اپ دی او ګروک د ټولو اپلیکېشنونو تر منځ ۵ دی؟ ایا تاسې سیاست لوبوئ؟»