منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
هندي چارواکي : په عمان کې د هند بیرغ لرونکې کښتۍ د برید له امله ډوبه شوې، عمله یې وژغورل شوه
هند د پنجشنبې په ورځ وویل چې د عمان ساحل ته نږدې د دوی تر بیرغ لاندې یوه کښتۍ تر برید لاندې راغلې او وروسته ډوبه شوې ده. هند دا پېښه "د نه منلو وړ" وبلله.
هندي چارواکي : په عمان کې د هند بیرغ لرونکې کښتۍ د برید له امله ډوبه شوې، عمله یې وژغورل شوه
هندي چارواکي : په عمان کې د هند بیرغ لرونکې کښتۍ د برید له امله ډوبه شوې، عمله یې وژغورل شوه / AP

"د سوداګریزو کښتیو په نښه کول او د بې ګناه ملکي عملې د ژوند خطر کې اچول، یا هم د کښتۍ چلولو او سوداګرۍ د ازادۍ په وړاندې خنډ جوړول باید ودرول شي.

هند د پنجشنبې په ورځ وویل چې د عمان ساحل ته نږدې د دوی تر بیرغ لاندې یوه کښتۍ تر برید لاندې راغلې او وروسته ډوبه شوې ده. هند دا پېښه "د نه منلو وړ" وبلله.

د هند د بندرونو، کښتیو او اوبو لارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي، موکیش منګل، په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل چې د 'حاجي علي' په نوم یوه هندي ماشیني لرګینه کښتۍ (Dhow)، چې له سومالیا څخه د متحده عربي اماراتو شارجې ته روانه وه، د چهارشنبې په سهار د عمان په اوبو کې تر برید لاندې راغله.

هغه وویل چې دغه برید په کښتۍ کې د اور لګېدو لامل شو او په پایله کې کښتۍ د عمان په اوبو کې ډوبه شوه.

منګل زیاته کړه: "د عملې ټول ۱۴ غړي د عمان د ساحلي ساتونکو له خوا په خوندي ډول وژغورل شول او د عمان دیبا بندر ته ورسېدل." هغه دا هم وویل چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د کومې بلې هندي کښتۍ یا ماڼوګانو په اړه د ورته پېښې راپور نه دی ترلاسه شوی.

تر دې وړاندې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندھیر جیسوال په یوه بیان کې ویلي وو: "موږ د دې حقیقت په اړه خپله خواشیني څرګندوو چې سوداګریزې کښتۍ او ملکي ماڼوګان لا هم په نښه کېږي." هغه تایید کړه چې هندي عمله خوندي ده او د عماني چارواکو له خوا ژغورل شوې ده.

هغه زیاته کړه: "د سوداګریزو کښتیو په نښه کول، د بې ګناه ملکي عملې ژوند په خطر کې اچول، او یا د کښتۍ چلولو او سوداګرۍ د ازادۍ په وړاندې خنډ جوړول باید ودرول شي."

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د بریتانیا سمندري سوداګریزو عملیاتو ادارې  د پنجشنبې په ورځ وویل چې یوه کښتۍ د متحده عربي اماراتو ساحل ته نږدې د "غیر مجاز کسانو" لخوا نیول شوې او د ایران اوبو ته بیول شوې ده.

د بریتانیا سمندري سوداګریزو عملیاتو ادارې ویلي چې دغه پېښه د متحده عربي اماراتو د فجیره په ۳۸ سمندري میله کې رامنځته شوې ده. د کښتۍ د امنیتي افسر د راپور له مخې، کښتۍ په لنګر اچول شوي حالت کې نیول شوې او اوس د ایران د اوبو په لور روانه ده.

په سیمه کې تاوتریخوالی وروسته له هغه ډېر شو چې د روان کال په پیل کې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو په هرمز تنګي کې غبرګوني بریدونه او خنډونه رامنځته کړل. هرمز تنګی یوه ستراتیژیکه لاره ده چې عمان، ایران او متحده عربي امارات سره نښلوي او فارسي خلیج له عمان سمندرګي سره تړي.

د یوه نازک اوربند په ترڅ کې، متحده ایالاتو د اپریل له ۱۳مې راهیسې په هرمز تنګي کې پر ایراني سمندري تګ راتګ پوځي محدودیتونه هم لګولي دي.

د انادولو اژانس د شمېرو له مخې، د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په دغو شخړو کې لږ تر لږه ۲۷ اسیايي وګړي وژل شوي یا لادرکه دي.

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.