نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا لخوا د ټیک ټاک د پیرود په اړه اصلي هدف
یوې جګپوړې چارواکې، چې د ټیک ټاک د امریکایي څانګې په ۱۴ میلیارده ډالري پیرود کې ښکېله ده، یو وخت ویلي وو چې د امریکا کلتور باید داسې جوړ شي چې د اسرائیلو پلوه احساسات په کې ورګډ شي.
د امریکا لخوا د ټیک ټاک د پیرود په اړه اصلي هدف
د امریکا لخوا د ټیک ټاک د پیرود په اړه اصلي هدف / AFP

د ټیک ټاک پانګه اچوونکي د امریکا په کلتور کې د اسرائیل پلوه منځپانګې د ورګډولو هڅه کړې وه

د اوراکل پخوانۍ اجرائیوي مشرې صفرا کټز لیکلي وو چې امریکایانو ته باید له اسرائیلو سره 'مینه او درناوی' ور زده شي.

یوې جګپوړې چارواکې، چې د ټیک ټاک د امریکایي څانګې په ۱۴ میلیارده ډالري پیرود کې ښکېله ده، یو وخت ویلي وو چې د امریکا کلتور باید داسې جوړ شي چې د اسرائیلو پلوه احساسات په کې ورګډ شي.

د اوراکل د پخوانۍ اجرائیوي مشرې صفرا کټز له خوا د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر ایهود بارک ته استول شوی یو برېښنالیک د بارک د برېښنالیک حساب له هک کېدو وروسته افشا شو او لومړی ځل د 'Responsible Statecraft' له خوا پرې راپور ورکړل شو.

کټز د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ کې لیکلي وو: «موږ ټول د پوهنتونونو په چاپېریال کې د بایکاټ د غورځنګ له ودې څخه وېرېدلي یو او دې پایلې ته رسېدلي یو چې موږ باید دا مبارزه مخکې له دې چې ځوانان پوهنتون ته ورسېږي، وکړو. موږ باور لرو چې باید د امریکا په کلتور کې له اسرائیلو سره مینه او درناوی ځای پر ځای کړو. دا په دې مانا ده چې امریکایي خلکو ته پیغام په داسې ډول ورسوو چې هغوی یې جذب کړي.»

د هغې اشاره د "بایکاټ، پانګونې ایستلو او بندیزونو" (BDS) غورځنګ ته وه، چې د فلسطینیانو په مشرۍ یو کمپاین دی او پر اسرائیلو اقتصادي او سیاسي فشار راوړي. دا غورځنګ د هغه حرکت پر بنسټ جوړ شوی چې په سویلي افریقا کې یې د اپارټایډ (نسل وژنې) پای ته رسولو کې مرسته کړې وه.

د ټیک ټاک په معامله کې د اوراکل رول

کټز د سپټمبر په میاشت کې د اوراکل له اجرائیوي مشرۍ څخه د اجرائیوي مرستیالې چوکۍ ته لاړه، او داسې انګېرل کیږي چې هغې په هغو خبرو اترو کې مهم رول لوبولی چې یوه امریکایي اکثریت لرونکي کنسرسیوم (ائتلاف) ته د ټیک ټاک د امریکایي عملیاتو د سپارلو نږدې بشپړې شوې معاملې لامل شوې.

ټاکل شوې چې اوراکل به د ټیک ټاک د امنیتي خدمتونو د چمتو کوونکي په توګه کار وکړي او د کاروونکو د معلوماتو (ډیټا) او منځپانګې پر سیسټمونو به څارنه کوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وانس د پنجشنبې په ورځ وویل چې کله دا معامله بشپړه شي، "امریکایي پانګه اچوونکي به په حقیقت کې الګوریتم کنټرول کړي."

یوه امریکایي چارواکي مخکې تایید کړې وه چې د ټیک ټاک د منځپانګې د وړاندیز الګوریتم به د امنیتي خدمتونو د چمتو کوونکي له خوا د امریکایي معلوماتو (ډیټا) په کارولو سره کاپي، معاینه او بیا وروزل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل چې اوراکل به د ټیک ټاک د "باوري امنیتي خدمتونو چمتو کوونکي" په توګه کار وکړي، او په خپلواکه توګه به خوندیتوب او د معلوماتو امنیت وڅاري.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره اونۍ له ټولنیزو رسنیو له اغېزناکو شخصیتونو (انفلوینسرانو) سره په یوه غونډه کې د دې معاملې پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ.

نتنیاهو وویل: «موږ باید په هغو وسلو وجنګېږو چې د جګړې په ډګرونو کې کارول کیږي. او تر ټولو مهم یې په ټولنیزو رسنیو کې دي. او تر ټولو مهمه پیرودنه چې همدا اوس روانه ده، هغه څه دی؟ ټیک ټاک.»

«ټیک ټاک، لومړی نمبر. لومړی نمبر. او زه هیله لرم چې دا معامله وشي، ځکه چې دا به اغېزناکې پایلې ولري.»

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه