نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
شمالي کوریا د ټرمپ د سویلي کوریا له سفر څخه مخکې کروز توغندي وازمویل
شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسیا - پسیفیک اقتصادي همکاریو (APEC) سرمشریزې لپاره سویلي کوریا ته له سفر څخه مخکې یې په ژیړ سمندرګي کې له بحر څخه سطحې ته کروز توغندي ازمویلي دي.
شمالي کوریا د ټرمپ د سویلي کوریا له سفر څخه مخکې کروز توغندي وازمویل
شمالي کوریا د ټرمپ د سویلي کوریا له سفر څخه مخکې کروز توغندي وازمویل / AFP

شمالي کوریا د ټرمپ د سویلي کوریا له سفر څخه مخکې کروز توغندي وازمویل

دا ازموینه وروسته له هغې کیږي چې ټرمپ سویلي کوریا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د لیدو هیله څرګنده کړه.

شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسیا - پسیفیک اقتصادي همکاریو (APEC) سرمشریزې لپاره سویلي کوریا ته له سفر څخه مخکې یې په ژیړ سمندرګي کې له بحر څخه سطحې ته کروز توغندي ازمویلي دي.

د سې شنبې ورځې د توغندیو ازموینه وروسته له هغې وشوه چې ټرمپ د اکتوبر له ۲۹ څخه تر ۳۰مې پورې د APEC غونډو لپاره سویلي کوریا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د لیدو هیله څرګنده کړه.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) راپور ورکړی چې کروز توغندي، چې د کښتیو څخه د توغولو لپاره تعدیل شوي، په عمودي توګه توغول شوي او په ژیړ سمندرګي باندې د یوې ټاکل شوې لارې په اوږدو کې یې له ۷۸۰۰ ثانیو څخه ډیر الوتنه کړې ترڅو خپل هدف ووهي.

د شمالي کوریا خبري اژانس نور جزئیات ندي ورکړي، چې توغندیو څومره واټن وهلی دی.

د شمالي کوریا د واکمن کارګر ګوند د مرکزي نظامي کمیسیون مرستیال، پاک جونګ چون وویل چې هیواد یې د هیواد اټومي ځواکونو ته په "عملي بڼه" ورکولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

پاک د ازموینې د څارنې پر مهال وویل: "دا د جګړې د مخنیوي د ځواک د کارونې یوه پراختیا ده او په ډیر مسؤلیت سره د هغې د کارولو یو عمل دی ترڅو په دوامداره توګه د مختلفو ستراتیژیکو برید کوونکو وسیلو اعتبار وازمویل شي او د دښمنانو په وړاندې د هغوی وړتیاوې څرګندې شي."

هغه د شمالي کوریا د جنګي وړتیا د پرله پسې نوي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: "دا زموږ مسؤل ماموریت او دنده ده چې په نه ستړي کیدونکي توګه د اټومي جګړې دریځ پیاوړی کړو."

د یونهاپ خبري اژانس د سویلي کوریا د لوی درستیزوالۍ په وینا وویل چې د توغندي توغول یوه ورځ مخکې د ماسپښین په ۳ بجو کشف شوي، او یادونه یې وکړه چې د سویلي کوریا او امریکا استخباراتي ادارې دا مهال د ځانګړو جزئیاتو تحلیل کوي.

"زموږ پوځ د شمالي کوریا هر ډول لمسون ته د قاطع ځواب ورکولو لپاره بشپړ چمتووالی ساتي، پداسې حال کې چې د امریکا سره د ټینګ ګډ دفاعي دریځ لاندې د شمال مختلف حرکتونه له نږدې څاري."

د توغندیو توغول په داسې حال کې شوي چې شمالي کوریا د ټرمپ د خبرو اترو د وړاندیز په اړه چوپ پاتې دی، چې دا ګنګوسې یې راپورته کړي چې د کیم او ټرمپ ترمنځ لیدنه امکان نلري.

دا په تیرو پنځو میاشتو کې د شمال لخوا د کروز توغندي لومړی توغول و.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ