افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
د افغانستان او پاکستان مذاکراتي ټیمونه قطر ته رسیدلي او نن به سره وویني
د افغانستان او پاکستان چارواکي نن په قطر کې سره لیدنه کوي. دا لیدنه پداسې حال کې کیږي چې پاکستان تیره شپه د افغانستان په پکتیکا ولایت کې په ملکي میشتو سیمو د بریدونو سره په لسګونو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د افغانستان او پاکستان مذاکراتي ټیمونه قطر ته رسیدلي او نن به سره وویني
قطر / AA

د افغانستان او پاکستان چارواکي نن په قطر کې سره لیدنه کوي. دا لیدنه پداسې حال کې کیږي چې پاکستان تیره شپه د افغانستان په پکتیکا ولایت کې په ملکي میشتو سیمو د بریدونو سره په لسګونو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان او افغانستان چارواکي نن د خالي ورځ په قطر کې سره وګوري. دا لیدنه یوه ورځ وروسته له هغې ترسره کېږي چې اسلام اباد د کابل سره د اوربند په ماتولو سره یو ځل بیا  د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه وکړل چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. په وژل شوو کسانو کې د پکتیکا ولایت د کرکټ د یوې سیمه ییزو لوبډلو ګڼشمیر لوبغاړي هم شتون لري.

پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي، دغو بریدونو سره د افغانستان په سرحدي سیمو کې د پاکستاني طالبانو اړونده یوه وسله واله ډله په نښه کړې ده. دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې د پاکستان په شمال لویدیځ شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې پر پاکستاني ځواکونو برید وشو او ګڼشمیر سرتېري په کې ووژل شول.

کابل د جمعې په ورځ ناوخته پر اسلام اباد تور ولګاوه چې اوربند یې مات کړی دی، هغه اوربند چې د نږدې یوې اونۍ سرحدي نښتې یې په لنډمهاله توګه درولې وې، په کومو کې چې د دواړو لورو لسګونه سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: "خبرې به له افغانستانه د پاکستان پر وړاندې د پولې له هغې غاړې د ترهګرۍ د پای ته رسولو لپاره پر بېړنیو اقداماتو او د پاکستان او افغانستان پر پوله د سولې او ثبات پر بیا ټینګښت متمرکزې وي."

د پاکستان دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د استخباراتو مشر جنرال عاصم ملک د دوحې د پلاوي برخه دي.

د افغانستان حکومت ویلي دي چې د دفاع وزیر محمد یعقوب په مشرۍ یو پلاوی د قطر پلازمېنې ته رسېدلی دی.

یوه لوړپوړي طالب چارواکي AFP خبري اژانس ته ویلي چې "پاکستان اوربند مات کړی او د افغانستان په ختیځ ولایت پکتیکا کې یې درې ځایونه بمبارد کړي دي"، او خبرداری یې ورکړی چې "افغانستان به یې غچ واخلي".

خو د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ وویل، که څه هم کابل "د دغو سرغړونو د ځواب حق" لري، خو ځواکونو ته یې امر شوی چې "د خپل مذاکراتي ټیم د وقار او حیثیت ساتلو په موخه" له نویو پوځي عملیاتو ډډه وکړي.

د یوه ولایتي روغتون یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط AFP ته ویلي چې په وروستیو بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د افغانستان کرکټ بورډ AFP ته ویلي چې په سیمه کې په یوه کورني ټورنمنټ کې درې لوبغاړي هم په وژل شویو کې شامل دي.

یاد بورډ دا هم اعلان کړی چې له هغو درې اړخیزو شل اوریزو سیالیو څخه وځي چې راتلونکې میاشت ټاکل شوې او پاکستان هم په کې ګډون لري.

یوه لوړپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي AFP ته ویلي چې ځواکونو یې "دقیق هوايي بریدونه" کړي او د حافظ ګل بهادر ډله یې په نښه کړې ده. دا ډله له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړاو لري او اسلام اباد د شمالي وزیرستان د جمعې د ورځې د برید پړه پرې اچوي.

 

وپلټۍ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
ملګري ملتونه: "د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتو کې په ۹ میاشتو کې ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي"
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
په افغانستان کې ناڅاپه سیلابونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور لادرکه دي
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
افغانستان د پاکستان په خاوره کې د داعش پر مرکزونو د بریدونو ادعا کړې خو پاکستان بیا دا ادعا ردوي
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه اندېښنه ښودلې
پاکستان وايي د افغانستان دننه  د ترهګرو ډلو پر اهدافو يي بریدونه کړي، ۲۹ کسان وژل شوي
افغانستان او پاکستان زورورې زلزلې ولړزول
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
د افغانستان دفاع وزارت: افغان ځواکونو په پاکستان کې د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي
پکتیکا: د ناچاودې مرمۍ د پرې کولو پر مهال چاودنې ۷ کسان وژلي
په لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ افغان راستنېدونکي مړه او ۳۰ نور ټپیان شول