د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
ایران د نوو میتونو نه په استفادې سره د اسرائیلو دفاعي سیستمونه ګډوډ کړي دي
ایران د اسرائیلو د دفاعي سیستمونو پر وړاندې د یو داسې نوو میتدونو نه په کار اخیستو پیل کړی دی چې د اسرائیل دفاعي سیستمونه په یو بل بریدونه کوي .
ایران د نوو میتونو نه په استفادې سره د اسرائیلو دفاعي سیستمونه ګډوډ کړي دي
/ AP

ایران د اسرائیلو د دفاعي سیستمونو پر وړاندې د یو داسې نوو میتدونو نه په کار اخیستو پیل کړی دی چې د اسرائیل دفاعي سیستمونه په یو بل بریدونه کوي .

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو  ویلي چې دوی د دوشنبې په ورځ د عملیاتو په اتمه څپه کې نوي میتودونه وکارول ترڅو د اسرائیل څو پوړیز دفاعي سیسټمونه ګډوډ کړي، چې په پایله کې یې د اسرائیلي سیسټمونو ترمنځ خپلمنځي بریدونه وشول.

سپاه پاسداران ویلي چې د پرمختللو استخباراتي او تجهیزاتي وړتیاوو په کارولو سره دا بریدونه کړي دي، چې "له مخکې څخه ډېر ځواکمن او ویجاړونکی" و، د اسرائیلي دفاعي سیسټمونو د خرابۍ سبب شو.

د سپاه په وینا، "د دښمن څو پوړیز دفاعي سیسټمونه په داسې ډول ګډوډ شوي چې د رژیم دفاعي سیسټمونه  په یو بل بریدونه کوي."

سپاه پاسداران ویلي چې د دوی نوښتونه د دې سبب شوي چې د اسرائیل د دفاعي ټکنالوژۍ لپاره د امریکا او لویدیځ پراخ ملاتړ سربېره، د توغندیو بریدونه په اعظمي توګه خپلو هدفونو ته ورسېږي.

ایران دغه عملیات د هغو ژمنو د پوره کولو په توګه یاد کړي چې د اوسني وخت شهید قوماندانانو کړي وو، او ویلي یې دي چې دا څرګندوي "د صهیونیستي دښمن او امریکایانو محاسبې او ارزونې د اسلامي ایران په وړاندې په بشپړ ډول غلطې ثابتې کړې."

سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې "اغېزمن، هدفمند او نور هم ویجاړونکي" عملیات به د "جعلي رژیم" پر مهمو هدفونو تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې "بشپړ نابودي" یې یقیني شي.

دغه بریدونه چې د دوشنبې په ورځ ترسره شول، لسګونه کسان یې ووژل او ټپیان کړل، او هغه شخړه یې نوره هم زیاته کړه چې د جمعې په سهار د اسرائیلي ځواکونو له خوا د ایران پر اټومي او توغندیزو تاسیساتو د بریدونو په پایله کې پیل شوې وه، چې په ترڅ کې یې لوړپوړي پوځي قوماندانان او ساینسپوهان ووژل شول.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي وسله‌والو تر کنټرول لاندې صنعا کې د عملیاتو مخکې د وتلو خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"