ساینس او ټکنالوژي
3 د لوستلو دقیقې
ایټالیا د لیوناردو او بایکار  ترمنځ د بې پیلوټه الوتکو د ګډ شرکت جوړولو هوکړه تایید کړه
د ایټالیا حکومت د 'ګولډن پاور' (Golden Power) قوانینو لاندې د ځینو شرایطو او خونديتوب اقداماتو په پام کې نیولو سره دا ملګرتیا تصویب کړه.
ایټالیا د لیوناردو او بایکار  ترمنځ د بې پیلوټه الوتکو د ګډ شرکت جوړولو هوکړه تایید کړه
ایټالیا د لیوناردو او بایکار  ترمنځ د بې پیلوټه الوتکو د ګډ شرکت جوړولو هوکړه تایید کړه

د ایټالیا د ورځپاڼې "Il Messaggero" د راپور له مخې، د ایټالیا حکومت د دفاعي شرکت "لیوناردو" (Leonardo) او د بې پیلوټه الوتکو جوړولو ترکي شرکت "بایکار" (Baykar) ترمنځ د ګډ شرکت جوړولو طرحه تایید کړې ده. د دې شرکت موخه د راتلونکي نسل بې پیلوټه هوایي سیسټمونوجوړول او تولید دي.

ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایټالیا د وزیرانو شورا دا تړون د هېواد د "Golden Power" قوانینو لاندې تصویب کړی دی. د دې پرېکړې پر بنسټ، د لیوناردو او بایکار ترمنځ د ۵۰-۵۰ پر بنسټ یو ګډ شرکت جوړیږي، خو د یو شمېر شرایطو او غوښتنو منل پکې اړین بلل شوي دي.

د "Golden Power" ګولډن پاور قوانین د ایټالیا حکومت ته دا واک ورکوي چې په ستراتیژیکو برخو لکه دفاع او ملي امنیت کې پر پانګونو بیاکتنه وکړي او پر هغوی ځانګړي شرایط کېږدي.

دا ملګرتیا به د "راتلونکي نسل له لیرې اداره کېدونکو هوایي سیسټمونو" پر پراختیا او تولید تمرکز وکړي. د راپور له مخې، دا تصویب چې د دفاع وزیر ګویډو کروسیټو لخوا یې ملاتړ کېده، تر ټاکل شوي وخت دمخه ترسره شو.

په دغه تړون کې له ایښودل شویو شرایطو څخه یو دا دی چې نړیوال سوداګریز فعالیتونه باید یوازې له هغو هېوادونو سره وشي چې د اروپايي ټولنې او ناټو له پالیسیو سره همغږي وي، ترڅو د ایټالیا ستراتیژیکې ګټې خوندي او د تولید سلسله دوامداره پاتې شي.

د اروپا دفاعي بازارونو ته د لاسرسي پیاوړتیا

راپور زیاتوي چې د ایټالیا استخباراتي ادارو هم د محرمو معلوماتو او حساسو ټکنالوژیو د ساتنې لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې، ترڅو د ملي ټکنالوژیکي وړتیاوو د له لاسه ورکولو خطر کم شي.

د لیوناردو شرکت لپاره، دا هوکړه د بې پیلوټه الوتکو بازار ته لاره پرانیزي، کوم چې د دغه شرکت د اټکل له مخې په راتلونکې لسیزه کې ۱۱۵.۹ میلیارده ډالره ارزښت لري. د بایکار شرکت لپاره بیا، چې د نړۍ یو له مخکښو صادراتي شرکتونو څخه دی، دا ملګرتیا به د ایټالیا د صنعتي اډې له لارې د اروپا دفاعي بازارونو ته د هغوی لاسرسی پیاوړی کړي.

د ورځپاڼې په وینا، تمه ده چې د ایټالیا په "رونچي ډي لیګیوناري"، "تورین"، "ګروټاګلي" او "روم تیبورټینا" کې تاسیسات په دې همکارۍ کې برخه واخلي.

د حکومت دغه تصویب د وزیرانو شورا تر یوې لنډې غونډې وروسته وشو، چې پکې د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني او دفاع وزیر کروسیټو په څېر لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

د "Il Messaggero" د راپور له مخې، دا تړون اوس په رسمي ډول اجرائيوي شوی دی. لیوناردو او بایکار تېر کال د مارچ په میاشت کې د یوې تفاهم نامې لاسلیک کولو سره د دې ګډ شرکت بنسټ کېښود، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې یې د "LBA Systems" په نوم فعالیت پیل کړ.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي وسله‌والو تر کنټرول لاندې صنعا کې د عملیاتو مخکې د وتلو خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"