د ټرمپ د ولسمشرۍ د دریمې دورې په اړه غور کوي

د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د دریمې دورې لپاره د ټاکل کیدو لارې هم شته

Trump reveals he is thinking seriously about ways to extend his presidency beyond two terms. [Photo: AP] / AP

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ خاطر لاره لټوي . هغه وویل چې ټوقې نه کوي . د ویلو ده چې ټرمپ  د ۲۰۲۹ کاله نه وروسته هم په واک کې د پاتې کیدو په خاطر د هیواد اساسي قانون تعدیل ته اشاره وکړه.

ټرمپ د NBC نیوز سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل: "ځینې لارې شته چې تاسو یې کارولی شئ."

هغه همدارنګه زیاته کړه: "دا لا ډېر وخت مخکې دی چې په دې اړه فکر وشي."

د ویلو ده چې د امریکا د اساسي قانون ۲۲ مه ماده  په ۱۹۵۱ کال کې وروسته له هغه چې ولسمشر فرانکلین ډي روزویلټ څلور ځله پرله‌پسې وټاکل شو تعدیل شوه او په ټینګار وویل چې : "هیڅوک باید د ولسمشرۍ ته له دوه ځلو زیات ونه ټاکل شي."

د NBC خبریالې کریسټن ویلکر له ټرمپ څخه وپوښتل چې آیا د درېیمې دورې لپاره یوه ممکنه لاره دا ده چې مرستیال ولسمشر JD وینس د ولسمشرۍ لپاره کاندید شي او "بیا تاسو ته مشري وسپاري؟"

ټرمپ ځواب ورکړ: "ښه، دا یوه لاره ده. خو نورې لارې هم شته. نورې لارې هم شته."

هغې وپوښتل: "آیا تاسو بله لاره ویلای شئ؟"

ټرمپ ځواب ورکړ: "نه."

ټرمپ مخکې هم د دې په اړه خبرې کړې وې چې د دوو دورو څخه زیات خدمت وکړي، خو عموماً یې دا خبرې د ملګرو اورېدونکو په وړاندې د ټوکو په بڼه کولې.

هغه د جنورۍ په میاشت کې د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو په یوه غونډه کې پوښتنه وکړه: "آیا زه کولای شم بیا کاندید شم؟"