نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
د جرمني د 'آزاد رایه ورکوونکو' ګوند مشر د برلین په یوه هوټل کې مړ موندل شوی.
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو

چارواکي وايي، نښې نښانې ښيي چې مړینه د روغتیايي ستونزو له امله رامنځته شوې او د کوم جنایت یا لاسوهنې هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

د جرمني د 'آزاد رایه ورکوونکو' (Free Voters) ګوند مشر، او د بایرن (باواریا) ایالت مرستیال لومړی وزیر او د اقتصاد وزیر، هوبرټ ایوانګر د برلین په یوه هوټل کې مړ موندل شوی دی. د پولیسو سرچینې په ډاګه کوي چې د هغه د مړینې لامل روغتیايي ستونزې وې او د کوم جنایت یا لاسوهنې نښې نه دي لیدل شوي.

د 'بیلډ' ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه ۵۵ کلن سیاستوال جسد د چهارشنبې په ورځ د برلین-میټي په "نویر فریتز"  هوټل کې وروسته له هغه وموندل شو چې نوموړی د روغتیايي حالت د خرابوالي له امله په پلازمېنه کې د خپل ګوند د نوي دفتر د پرانیستې په مراسمو کې له ګډون څخه پاتې شو.

د بایرن ایالتي حکومت او د برلین د پولیسو سرچینو یادې ورځپاڼې ته د هغه مړینه تایید کړې ده.

د 'تاګس شپیګل' ورځپاڼې د پولیسو د کړیو له قوله راپور ورکړی چې د کومې بهرنۍ لاسوهنې نښې نه لیدل کېږي او داسې ښکاري چې د مړینې لامل یې روغتیایي ستونزې دي.

ایوانګر له ۲۰۰۶ کال راهیسې په بایرن کې د 'آزاد رایه ورکوونکو' او له ۲۰۱۰ کال راهیسې په فدرالي کچه د دغه ګوند مشري پر غاړه درلوده.

نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې د بایرن ایالتي پارلمان ته لاره پیدا کړه او د ۲۰۱۸ کال له ټاکنو وروسته، د مارکوس سوډر د 'مسیحي سوسیال اتحاد' په حکومت کې د اقتصاد وزیر او د لومړي وزیر د مرستیال په توګه وټاکل شو.

 

وپلټۍ
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .
کرملین وايي د پوتین، ټرمپ او شي د احتمالي درې اړخیزې ناستې لپاره چمتووالی روان دی
په امریکا کې له ټاکنو مخکې وضعیت: ډیموکراتان په نظرپوښتنو کې د سنا په ټولو ۷ مهمو سیالیو کې مخکې دي.
فرانسه د ناقانونه افغان کډوالو د ډیپورتولو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې پیلوي
په پاکستان کې وسله والو د پولیو واکسین پر ساتونکو پولیسو برید کړی چې له امله يي ۲ تنه پولیس وژل شوي
د آلمان د کورنیو چارو وزیر لخوا د وروستیو خرابیو پړه پر ګډوالو اچولو سخت غبرګونونه راپارولي دي
امریکا د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو رسولو بیا پیلولو وړاندیز کوي: وال سټریټ ژورنال
د فلوریډا په یوه سیمه کې د ټرمپ کور ته نږدې د یوې شخصي الوتکې د لوېدو له امله نهه کسان وژل شوي دي.
د کولمبیا د یاغیانو پر کمپ د وینزویلا د پوځ په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي دي
اوکراین مسکو ته څېرمه د روسیې پر یوه لوی د تېلو په چاڼځای د برید ادعا کړې
د ټرمپ حکومت پلان لري چې ځیني افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډیپورت کړي.
که چیرې جمهوري غوښتونکي په منځمهاله ټاکنو کې بریالي نشي، ټرمپ به پر ایران د لوی برید په اړه غور وکړي
وینس : ټرمپ به په ایران کې خامخا خپلې موخې ترلاسه کړي
الماني محصلینو د ټولنیزو بودیجو د کمولو او اجباري عسکري خدمت پر خلاف د سرتاسري مظاهرو ګواښ کړی