استانبول د احتمالي یوې لویې زلزلې د زیانونو د مخنیوي په خاطر د وخت سره مجادله کوي
تورکیه
5 د لوستلو دقیقې
استانبول د احتمالي یوې لویې زلزلې د زیانونو د مخنیوي په خاطر د وخت سره مجادله کويپه استانبول کې د پسرلي په یوه سهار، حکومتي چارواکي، انجنیران، او د ښار د ۳۹ ولسوالیو ښاروالان د ښار د والي په دفتر کې د تړلو دروازو تر شا سره راټول شول.
/ AA
9 می 2025

په استانبول کې د پسرلي په یوه سهار، حکومتي چارواکي، انجنیران، او د ښار د ۳۹ ولسوالیو ښاروالان د ښار د والي په دفتر کې د تړلو دروازو تر شا سره راټول شول. فضا جدي خو هوډمنه وه — دا په داسې ښار کې غیر معمولي نه ده چې هره ورځ د یوې ویجاړونکې زلزلې د راتګ وېره شتون لري، هغه څه چې کارپوهان یې حتمي ګڼي.

د دې غونډې مشري د چاپېریال، ښاري پراختیا او اقلیم بدلون وزیر مراد کوروم کوله، چې په خپلو خبرو کې یې هېڅ نرمښت ونه ښود. هغه وویل: "استانبول د تورکیې زړه دی. د دې ښار امنیت زموږ د ملت امنیت دی. خو که دا ښار سقوط وکړي، تورکیه به داسې زخمونه وویني چې ښايي هېڅکله یې درملنه ونه شي."

دا غونډه د تورکیې د یوې زړورې او بیړنۍ هڅې لپاره د یو مهم ګام په توګه یاده شوه، چې غواړي د استانبول راتلونکی له سره جوړ کړي. دا ښار چې نږدې ۲۰ میلیونه نفوس لري، د نړۍ په یوه له خطرناکو زلزله‌يي کرښو پر سر پروت دی. چارواکي اټکل کوي چې دلته ۶۰۰,۰۰۰ استوګنیزې ودانۍ بیړني بدلون ته  اړتیا لري.

د استانبول د اوسېدونکو لپاره، دا شمېر یوازې یو احصائیوي معلومات نه دي. دا هغه بنسټ دی چې دوی پرې ګرځي، هغه دیوالونه دي چې د دوی ماشومان يي تر شا ویده کېږي، او هغه کافې خونې دي چې د زړو کانکریټي ودانیو لاندې ژوند په کې روان دی.

’هغه غږ هېڅکله نه هېروې‘

۵۸ کلن کنعان کانسیز لا هم د ۱۹۹۹ کال د زلزلې د ځمکې د خوځېدو څرنګوالی په یاد لري. هغه وايي: "ته هغه غږ هېڅکله نه هېروې." دا ۵۸ کلن کوچنی سوداګر په جدي خو غمجن غږ خبرې کوي.

هغه په استانبول کې و کله چې د ګولجوک زلزله رامنځته شو، چې له امله يي د  ۱۷,۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ژوند د لاسه ورکړ . هغه وايي: "موږ فکر کاوه چې دا تر ټولو بده او زوروره زلزله  وه. خو بیا د فبرورۍ ۶ زلزله رامنځته شوه  چې د هغې څو برابره زیات ځاني زیانونه يي رامنځته کړل."

هغه د ۲۰۲۳ کال دوه ګونو زلزلو ته په اشارې سره وویل، چې د تورکیې جنوب ختیځ یې ولړزاوه، له ۵۰,۰۰۰ څخه زیات کسان یې ووژل او ټولې سیمې یې ویجاړې کړې.

هغه زیاتوي: "که داسې څه په استانبول کې رامنځته شي، نو دا به له هغې ډېر بدتر وي. دلته ډېر خلک ژوند کوي، ډېرې ودانۍ زړې دي. موږ باید اوس ودانۍ له سره جوړې کړو."

یو ښار په وېره کې

د فبرورۍ د ۶مې د ناورین یوازې څو میاشتې وروسته، یوه ۶.۲ درجې زلزله په استانبول کې وشوه. که څه هم دې زلزلې لوی زیان ونه رساوه، خو دا د پخوانیو وېرو د بیا راژوندي کېدو لپاره کافي وه — او د چارواکو او اوسېدونکو تر منځ د بیړنۍ هڅې لپاره نوې انګېزه شوه.

نسلي خان  آق یوز، چې ۳۹ کلنه او درې ماشومان لري، وايي: "زه یوازې دومره په یاد لرم  چې خپل ماشومان مې ونیول او په لوڅو پښو  بهر وتښتېدم." هغه په یوه ګڼ مېشته سیمه کې ژوند کوي. "هلته ګډوډي وه. کوڅې له خلکو ډکې وې چې چا ژړه ، چا دعاوې کولې. زه هره ورځ اندېښنه لرم — نه یوازې د خپلې کورنۍ لپاره، بلکې د ټول ښار لپاره."

هغې د ګڼ نفوس، د ټرافیک ډکو سړکونو، او زړو زېربناوو ته اشاره وکړه. "یوه لویه زلزله به یوازې ودانۍ ویجاړي نکړي، بلکې ښار به فلج کړي. موږ ته قوي جوړښتونه، ښه پلانونه په کار دي — موږ باید مخکې له دې چې ناوخته شي، اقدام وکړو."

یو دردناک درس، یو سخت پیل

د زلزلې د بدلون د ارزونې په غونډه کې، دغه وېره د لوړ پوړو چارواکو لخوا هم تکرار شوه. مرستیال وزیران، د دولتي کور جوړونې اداره (TOKİ)، او د استانبول د ښاروالۍ استازي یو ځای ناست وو — په داسې هېواد کې چې اکثره وخت د ښاري پلان جوړونې په اړه وېشل شوی وي، دا یو نادره ګډه غونډه  وه.

د حکومت پلان یو لوی بدلون په پام کې لري: د زیانمنو ودانیو ځای ناستې کول، د بیړني تخلیې لپاره د خلاصو سیمو پراخول، او د ودانیو د جوړولو جوازونو ته چټکتیا ورکول. چارواکي وايي چې د محلي او ملي ادارو ترمنځ همغږي به کلیدي وي — او د خلکو باور هم.

کوروم وویل: "موږ یوازې د کانکریټ او سیخې ګول په اړه خبرې نه کوو. موږ د تاریخ، ژوندونو، او د دې ښار د روح د ساتنې په اړه خبرې کوو."

وخت تېریږي

زلزله پېژندونکي له ډېر وخت راهیسې خبرداری ورکوي چې استانبول د یوې لویې زلزلې تر خطر لاندې دی. د شمالي اناتولیا کرښه — چې د ښار جنوبي برخې ته نږدې تېره شوې — د یوې پېړۍ لپاره د مرګونو زلزلو لړۍ رامنځته کړې ده. د احصائیو له مخې، استانبول راتلونکی د خطر سره مخ دی.

دا د حتمي کېدو احساس دروند دی. خو د ډېرو لپاره، دا د عمل انګېزه هم ده.

کانسیز وايي: "زه فکر کوم خلک بالاخره پوه شوي چې دا کومه خیالي خبره نه ده. موږ دا وېره لیدلې ده. موږ د خاورو بوی حس کړی دی. موږ خپل عزیزان خښ کړي دي. اوس د چمتووالي وخت دی — په رښتیا چمتووالی."

ځکه چې په استانبول کې، ځمکه اوس ارامه ده. خو هر څوک پوهېږي: دا به همداسې پاتې نه شي.

وپلټۍ
په ایران د نجونو په ښوونځي د اسرائیل د برید له امله د مړو شمیره ۱۴۸ تنو ته لوړه شوه
ولسمشر اردوغان: پر ایران د امریکا او اسرائیل برید ښايي منځنی ختیځ د اور په حلقه بدل کړي
راپورونه: د ایران لوړپوړي دفاعي چارواکي د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي
د یکشنبې په سهار د کابل په مرکز کې د یوې چاودنې او ورپسې د پرله پسې ډزو غږونه اورېدل شوي.
ایران تایید کړه چې علي خامنه‌یي او د کورنۍ غړي یې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي
اسرائیل د د ایران د دیني مشر خامنه‌یي او ولسمشر پزشکیان په ګډون د ایران لوړپوړي مشران په نښه کړل
اسرائیل پر ایران کې په یو ښوونځي برید کړی چې له امله يي لږ تر لږه ۴۰ تنه زده کوونکو ژوند د لاسه ورکړ
هاکان فیدان پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته له خپلو سیالانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ وایي امریکا په ایران کې "پراخ جنګي عملیات" پیل کړي دي
افغانستان په جلال آباد ښار کې د پاکستان د جنګي الوتکې د غورځولو ادعاء کړې ،پاکستان رد کړه
امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځه په نښته کې د پاکستان نه د ملاتړ اعلان وکړ
اسرائیل او امریکا پر ایران بریدونو د پیلولو سره نړۍ د شاک سره مخ ده
په امریکا کې له فلسطینیانو سره خواخوږي، د لومړي ځل لپاره له اسرائیلیانو تېره شوه
چین له افغانستان او پاکستان څخه د اوربند غوښتنه وکړه
هاکان فیدان د پاکستان ، افغانستان، قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې