منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران  مجتبی خامنه اي د علي خامنه اي زوی د نوي ستر مذهبي مشر په توګه اعلان کړ .
ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د خبرګان شورا  مجتبی خامنه اي د خپل پلار علي خامنه اي پر ځای د هېواد د نوي ستر مذهبي مشر په توګه ټاکلی دی.
ایران  مجتبی خامنه اي د علي خامنه اي زوی د نوي ستر مذهبي مشر په توګه اعلان کړ .
ایران  مجتبی خامنه اي د علي خامنه اي زوی د نوي ستر مذهبي مشر په توګه اعلان کړ . / Reuters

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي و، که نوی مشر د واشنګټن له خوا تایید نشي، نو "ډېر وخت به دوام ونکړي."

ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د خبرګان شورا  مجتبی خامنه اي د خپل پلار علي خامنه اي پر ځای د هېواد د نوي ستر مذهبي مشر په توګه ټاکلی دی.

مجتبی، چې یو منځنۍ کچې روحاني دی او له سپاه پاسداران  سره نږدې اړیکې لري، له ډېرې مودې راهیسې د ایران د واکمن نظام د عناصرو له خوا د خپل پلار د احتمالي ځایناستي په توګه کتل کېده. علي خامنه اي وروسته له هغه ووژل شو چې متحده ایالاتو او اسرائیل پر ایران بریدونه وکړل.

که څه هم د ایران واکمنه ایډیالوژي د میراثي واکمنۍ له اصل سره مخالفه ده، خو هغه په سپاه پاسداران او د خپل پلار په نفوذ لرونکي دفتر کې پیاوړي پلویان لري.

د دغې مذهبي شورا په اعلامیه کې راغلي: "۵۶ کلن مجتبی خامنه اي د خبرګان شورا د درنو استازو د پرېکنده رایو پر بنسټ، د ایران د اسلامي جمهوریت د سپېڅلي نظام د دریم مشر په توګه وټاکل شو او معرفي شو."

شورا ویلي چې د "جنایتکارې امریکا او بد صفته صهیونیسټي رژیم د وحشیانه تیري" سره سره، مذهبي بنسټ د نوي مشر په غوره کولو کې "یوه دقیقه هم ځنډ" ونه کړ.

سرغړونه او ننګونه

دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته وشوه چې مجتبی یې یو "کم وزن" (بې تجربې) کس بللی و او ویلي یې وو چې دی باید په دې کې نظر ولري چې څوک پر ایران واکمني کوي.

ټرمپ د دې اعلان له خپرېدو وړاندې ABC News ته ویلي و: "که هغه زموږ تایید ترلاسه نکړي، نو ډېر وخت به دوام ونکړي."

بلخوا د ایران د امنیت شورا مشر علي لاریجاني ویلي چې مجتبی کولای شي هېواد په اوسنیو حساسو شرایطو کې رهبري کړي او د نوي ستر مشر په شاوخوا کې یې د یووالي غوښتنه وکړه. د ایران سپاه پاسداران هم ویلي چې د نوي ستر مشر پیروۍ ته چمتو دي.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".