ایران مجتبی خامنه اي د علي خامنه اي زوی د نوي ستر مذهبي مشر په توګه اعلان کړ .
ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د خبرګان شورا مجتبی خامنه اي د خپل پلار علي خامنه اي پر ځای د هېواد د نوي ستر مذهبي مشر په توګه ټاکلی دی.
دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي و، که نوی مشر د واشنګټن له خوا تایید نشي، نو "ډېر وخت به دوام ونکړي."
ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د خبرګان شورا مجتبی خامنه اي د خپل پلار علي خامنه اي پر ځای د هېواد د نوي ستر مذهبي مشر په توګه ټاکلی دی.
مجتبی، چې یو منځنۍ کچې روحاني دی او له سپاه پاسداران سره نږدې اړیکې لري، له ډېرې مودې راهیسې د ایران د واکمن نظام د عناصرو له خوا د خپل پلار د احتمالي ځایناستي په توګه کتل کېده. علي خامنه اي وروسته له هغه ووژل شو چې متحده ایالاتو او اسرائیل پر ایران بریدونه وکړل.
که څه هم د ایران واکمنه ایډیالوژي د میراثي واکمنۍ له اصل سره مخالفه ده، خو هغه په سپاه پاسداران او د خپل پلار په نفوذ لرونکي دفتر کې پیاوړي پلویان لري.
د دغې مذهبي شورا په اعلامیه کې راغلي: "۵۶ کلن مجتبی خامنه اي د خبرګان شورا د درنو استازو د پرېکنده رایو پر بنسټ، د ایران د اسلامي جمهوریت د سپېڅلي نظام د دریم مشر په توګه وټاکل شو او معرفي شو."
شورا ویلي چې د "جنایتکارې امریکا او بد صفته صهیونیسټي رژیم د وحشیانه تیري" سره سره، مذهبي بنسټ د نوي مشر په غوره کولو کې "یوه دقیقه هم ځنډ" ونه کړ.
سرغړونه او ننګونه
دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته وشوه چې مجتبی یې یو "کم وزن" (بې تجربې) کس بللی و او ویلي یې وو چې دی باید په دې کې نظر ولري چې څوک پر ایران واکمني کوي.
ټرمپ د دې اعلان له خپرېدو وړاندې ABC News ته ویلي و: "که هغه زموږ تایید ترلاسه نکړي، نو ډېر وخت به دوام ونکړي."
بلخوا د ایران د امنیت شورا مشر علي لاریجاني ویلي چې مجتبی کولای شي هېواد په اوسنیو حساسو شرایطو کې رهبري کړي او د نوي ستر مشر په شاوخوا کې یې د یووالي غوښتنه وکړه. د ایران سپاه پاسداران هم ویلي چې د نوي ستر مشر پیروۍ ته چمتو دي.