زیلینسکي: د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي دي

زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ په یوه ثبت شوې مرکه کې وویل: "په اوکراین کې په رسمي توګه د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو شمېر - که هغه مسلکي وي یا نوي استخدام شوي - ۵۵ زره دی".

By
زیلینسکي: د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي دي / AP

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي فرانسې ۲ ټلوېزیون ته ویلي، چې د جګړې په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره تنه دی. دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د یوه امریکايي څېړنیز مرکز د راپور له مخې، ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پسرلي پورې په دې جګړه کې د دواړو لورو د پوځي تلفاتو ټولیز شمېر دوه میلیونو ته ورسېږي.

زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ په یوه ثبت شوې مرکه کې وویل: "په اوکراین کې په رسمي توګه د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو شمېر - که هغه مسلکي وي یا نوي استخدام شوي - ۵۵ زره دی".

هغه چې څرګندونې یې فرانسوي ژبې ته ژباړل کېدې، زیاته کړه چې "یو زیات شمېر خلک" په رسمي توګه لا درکه ګڼل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) د یوې څېړنې له مخې، په دې جګړه کې نږدې دوه میلیونه پوځي پرسونل وژل شوي، ټپیان شوي او یا هم ورک شوي دي.

د راپور له مخې، د روسیې په جګړه کې شاوخوا ۱.۲ میلیونه روسي ځواکونو او د ۵۰۰ زرو او ۶۰۰ زرو ترمنځ اوکرایني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د CSIS څېړنیز مرکز اټکل کړی چې د نږدې څلورو کلونو راهیسې د جګړې له پیل راهیسې د روسیې ۳۲۵ زره سرتېري وژل شوي دي.