منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره امریکا متحده ایالاتو ته د خپل ۱۴ ماده‌یز وړاندیز جزییات روښانه کړ
ایران د سه شنبې په ورځ د هغه وروستي وړاندیز جزییات څرګند کړل چې متحده ایالاتو ته یې د هغې جګړې د پای ته رسولو لپاره سپارلی چې واشنګټن او اسرائیل د فبرورۍ په میاشت کې د تهران په وړاندې پیل کړې وه.
ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره امریکا متحده ایالاتو ته د خپل ۱۴ ماده‌یز وړاندیز جزییات روښانه کړ
ایران

تهران وایي په دغه وړاندیز کې په ټولو جبهو کې د جګړې پایته رسول، د بندیزونو لیرې کول او د ایران له شاوخوا څخه د امریکايي ځواکونو وتل شامل دي.

ایران د سه شنبې په ورځ د هغه وروستي وړاندیز جزییات څرګند کړل چې متحده ایالاتو ته یې د هغې جګړې د پای ته رسولو لپاره سپارلی چې واشنګټن او اسرائیل د فبرورۍ په میاشت کې د تهران په وړاندې پیل کړې وه.

دا جزییات د ایران د بهرنیو ځاروو وزارت مرستیال کاظم غریب آبادي د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمیټې له غړو سره په کتنه کې بیان کړل. هغه د ایران او امریکا ترمنځ د ډیپلوماسۍ د وروستیو پرمختګونو په اړه یو جامع راپور وړاندې کړ.

د ایران د رسمي خبري اژانس  په حواله، غریب آبادي وویل چې د تهران په وړاندیز کې "د یورانیمو د بډاینې او د سوله ییزو اټومي فعالیتونو پر حق" ټینګار شوی دی.

په دغه وړاندیز کې همدارنګه د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د شخړو پای، د امریکا د سمندري کلابندۍ  ختمول، د ایران د شتمنیو ازادول او د بیارغونې د هڅو د ملاتړ لپاره د وروستۍ جګړې له امله د اوښتو زیانونو د تاوان ورکول شامل دي.

هغه وویل چې په وړاندیز کې د ټولو یو اړخیزو بندیزونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو لیرې کول، او د اسلامي جمهوریت له شاوخوا سیمو څخه د امریکايي ځواکونو وتل هم غوښتل شوي دي.
د مۍ په ۱۰مه، ایران د پاکستان له لارې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا وړاندیز ته ځواب ورکړ، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران وړاندیز "په بشپړ ډول د نه منلو وړ" وباله. ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ وویل چې ایران د پاکستاني منځګړو له لارې د امریکا لوري ته یو تعدیل شوی ۱۴ ماده‌یز وړاندیز سپارلی دی.

د شنبې په ورځ، ټرمپ یو ځل بیا د پوځي کړکېچ د زیاتوالي ګواښ وکړ او په خپله 'ټروټ سوشل' (Truth Social) پاڼه یې د جنګي کښتیو یو انځور خپور کړ چې ورسره دا جمله لیکل شوې وه: "دا له طوفان مخکې آرامي وه."

د دوشنبې په ماښام، ټرمپ اعلان وکړ چې ده د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو په غوښتنه د سه شنبې په ورځ پر ایران پلان شوی برید وځنډاوه. هغه زیاته کړه چې د دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې ترڅو په هغه صورت کې چې یوې د منلو وړ هوکړې ته ونه رسیږي، "په یوه دقیقه کې د ایران په وړاندې د بشپړ او پراخ برید لپاره چمتو واوسي."

د پاکستان په منځګړیتوب د خبرو اترو له ځنډېدو وروسته، متحده ایالاتو د اپریل له ۱۳مې راهیسې د هرمز تنګي په اوږدو کې د ایران پر بندرونو سمندري کلابندي لګولې ده. ایران د دې په ځواب کې تنګی وتاړه. دا په داسې حال کې ده چې د اپریل له ۸مې راهیسې د شته نازک اوربند د ماتېدو وېره شتون لري که چېرې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومه هوکړه ونه شي.

 

وپلټۍ
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله