نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د تیرې ورځې په بریدونو کې ۱۵ تنه سرتیري او ۱۸ تنه ملکي وکړي وژل شوي
یو پاکستاني امنیتي چارواکي د شنبې په ورځ ناوخته وویل، وروسته له هغه چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د سوېل لوېدیځ بلوچستان ایالت کې لوی "همغږي" بریدونه په شا وتمبول، په نښتو کې لږ تر لږه ۱۵ سرتېري، ۱۸ ملکي وګړي او ۱۳۳ ترهګر وژل شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د تیرې ورځې په بریدونو کې ۱۵ تنه سرتیري او ۱۸ تنه ملکي وکړي وژل شوي
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د تیرې ورځې په بریدونو کې ۱۵ تنه سرتیري او ۱۸ تنه ملکي وکړي وژل شوي / AFP

پاکستاني ځواکونو په بلوچستان کې همغږي بریدونه په شا تمبولي او ۱۳۳ ترهګر یې وژلي
یو لوړپوړی امنیتي چارواکی وايي، ترهګرو د بلوچستان ایالت په ۱۲ بېلابېلو ځایونو کې بریدونه کړي دي.

یو پاکستاني امنیتي چارواکي د شنبې په ورځ ناوخته وویل، وروسته له هغه چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د سوېل لوېدیځ بلوچستان ایالت کې لوی "همغږي" بریدونه په شا وتمبول، په نښتو کې لږ تر لږه ۱۵ سرتېري، ۱۸ ملکي وګړي او ۱۳۳ ترهګر وژل شوي دي.

یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط، ځکه رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه درلوده، وویل، ترهګرو د ایالتي مرکز کوټې په ګډون د ایالت په ۱۲ بېلابېلو ځایونو کې همغږي بریدونه کړي دي.

دغه چارواکي وویل: "وسله‌والو د کوټې، نوشکي، دالبندین، پسني او ګوادر په ګډون د امنیتي ځواکونو د تاسیساتو په شمول ګڼ ځایونه په نښه کړل."

هغه زیاته کړه چې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو، فرنټیر کور او بلوچستان پولیسو چټک اقدام وکړ ترڅو هغه څه شنډ کړي چې ده د ترهګرو "ناوړه پلانونه" وبلل.

د بیان له مخې، د شنبې د ورځې په عملیاتو کې د دریو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۹۲ وسله‌وال ووژل شول، په داسې حال کې چې ۴۱ نور د جمعې په ورځ په ټول ایالت کې په جلا امنیتي اقداماتو کې ووژل شول، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې ټوله شمېره ۱۳۳ ته ورسېده.

د پوځ په بیان کې راغلي: "استخباراتي راپورونو په ډاګه تایید کړې چې دا بریدونه د هغو ترهګرو مشرانو له خوا تنظیم شوي او لارښوونه یې شوې چې له پاکستانه بهر فعالیت کوي، او د پېښې په اوږدو کې یې له ترهګرو سره مستقیمه اړیکه درلوده."

د نښتو پر مهال ۱۵ امنیتي پرسونل هم وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

پوځ په دې اړه سمدستي کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.

د جمعې په ورځ، پوځ ویلي وو چې د بلوچستان په هرنائي او پنجګور ولسوالیو کې په دوو جلا امنیتي عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۱ ترهګر وژل شوي دي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې، په ځانګړې توګه په لوېدیځو او سوېل لوېدیځو سیمو کې د تاوتریخوالي له نوې څپې سره مخ دی.

ترکیې په نښتو کې د وژل شویو پاکستاني سرتېرو له امله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې پر ټولنیزې رسنۍ NSosyal په یوه خپره شوې لیکلې اعلامیه کې ویلي، چې په بلوچستان کې شوي بریدونه غندي.

وزارت د پاکستان خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې او وژل شویو پاکستاني سرتېرو ته یې د مغفرت دعا کړې ده.

دې وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له پاکستان سره د ترکیې پر پیوستون هم یو ځل بیا ټینګار وکړ.

 

وپلټۍ
د تورکیې د اوستیم تخنیک پوهنتون  د اوم ځل لپاره د کولتور د نړۍوالې ورځې لمانځنه وکړه.
پاکستان د هند سره د شخړې د کلیزې په ورځ د هر ډول برید په وړاندې د سخت غبرګون خبرداری ورکړ
نيوزيلنډ د خپلو زړو جنګي بېړيو د بدلولو په اړه له اسټراليا او بریتانيا سره خبرې کوي
ایران په هرمز کې د جنوبي کوریا پر کښتۍ برید کې لاس لرل 'په کلکه رد کړل'
متحده عربي اماراتو او قطر د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره تړونونه لاسلیک کړل
تورکیې او سعودي عربستان په انقره کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسائلو خبرې وکړې.
د اسرائیلو لخوا پر غزې په هوايي برید کې د حماس د ډلې د مشر خلیل الحیه زوی سخت ټپي شوی دی
اشغالګرو اسرائیلي پوځیانو دا ځل د بي بي مریم مجسمې ته سپکاوی وکړ
په لوېدیځ بنګال کې د هند د واکمن ګوند (بي جي پي) یو مهم غړی او همکار د وسله والو له خوا ووژل شو
راپور :  واشنګټن باور لري له ایران سره یوې هوکړې ته نږدې دی
د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو د فساد په قضیه کې د ۸۴م ځل لپاره محکمې ته وړاندې شو
تورکیه د اقلیم په سرمشریزه   COP31 کې د عمل پر لور پر لاره ټینګار کوي
اسرائیل په سویلي لبنان په تازه بریدونو کې ۵ کسان وژلي.
امریکايي ځواکونو په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو په لیږدونکې یوې کښتۍ برید وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي: ایران به یوازې له امریکا سره 'عادلانه او جامع تړون' ومني.