نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د امریکا ولسمشر د اسرائیل د لومړي وزیر نتانیاهو له قوله ویلي دي چې الوتکه د یو  نل‌غځوونکی (پلمبر) لخوا چې چې د الوتنې هېڅ تجربه یې نه لرله، کنټرول شوې او ژغورل شوې ده، خو په خپلواک ډول یې د دې جزییاتو پخلی ونه شو کړای.
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د فلاي دوبۍ په مسافر وړونکې الوتکه کې د رامنځته شوې پېښې مرستیال پیلوټ ښايي یو ترهګر و او یا هم داسې یو کس و چې غیرعادي (لېونی) حرکت یې کړی دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د دې پېښې په اړه یې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «زما په اند دا یوه نه باور کېدونکې کیسه ده.»

د امریکا ولسمشر وویل، داسې ښکاري چې "مرستیال پیلوټ ښايي یو ترهګر و، یا ښايي یو لېونی و، او هغه پیلوټ په چاقو وهلی دی."

ټرمپ بیا د نتانیاهو له خولې هغه کیسه بیان کړه چې په کې یوه اسرائیلي نل‌غځوونکي (پلمبر) چې د الوتکې د چلولو هېڅ تجربه یې نه لرله، مداخله کړې ده.

د ټرمپ د کیسې له مخې، یاد نل غځوونکي د چیغو له اورېدو او (د پیلوټانو کابین) کې د پېښې له لیدو وروسته پوه شو وضعیت نورمال ندی.

هغه وویل: «سره له دې چې هېڅکله یې الوتکه نه وه چلولې، د الوتکې سټیک (فرمان) یې ونیوه، پورته یې کړ او د الوتکې له لوېدو مخکې یې هغه مستقیمه  کړه.»

ټرمپ ومنله چې په خپلواک ډول د دې کیسې جزییات نه شي تاییدولی.

هغه نتانیاهو ته په اشارې سره وویل: «اوس نو دا هغه کیسه ده چې ما اورېدلې ده. زه نه پوهېږم چې دا رښتیا ده که نه، خو دا هغه کیسه ده چې ما له بي بي (نتانیاهو) څخه واورېده.»

ټرمپ همدارنګه د نتانیاهو هغه توضیحات هم بیان کړل چې دا پلمبر څنګه پوهېده چې په بېړني حالت کې باید څه وکړي.

ټرمپ وویل: «کله چې ترې وپوښتل شول چې ولې یې داسې وکړل، هغه وویل چې هغه د "هوايي ناورینونو خپرونه ګوري.»

ټرمپ دغه تلوېزیوني پروګرام "تر ټولو عجیبه (لېونۍ) خپرونه" وبلله او ویې ویل چې نتانیاهو ورته وویل، مسافر دا خپرونه ډېر زیات لیدله او له همدې پروګرام څخه یې "تر یوه حده د الوتکې چلول" زده کړي وو.

دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې له دوبۍ څخه تل ابیب ته روانې مسافر وړونکې الوتکې د پیلوټانو ترمنځ د شخړې راپورونه خپاره شول.

د راپورونو له مخې، دغې پېښې د تښتونې کوډ فعال کړ او بالاخره الوتکې په سعودي عربستان کې ناسته وکړه.

فلاي دوبۍ  وویل چې د دې شخړې تر شا عوامل او انګېزې لاهم نامعلومې دي او په اړه یې رسمي څېړنې روانې دي.

 

وپلټۍ
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي