نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په ایران کې یو تن امنیتي سرتیری د مظاهرو پر مهال ووژل شو
دولتي رسنۍ وایي، د ایران د بسیج ځواک یو ۲۱ کلن غړی د اقتصادي ستونزو له امله په راپورته شویو لاریونونو کې وژل شوی، په داسې حال کې چې په تهران کې مظاهرې کمې شوي خو نورو ولایتونو ته غځېدلي دي.
په ایران کې یو تن امنیتي سرتیری د مظاهرو پر مهال ووژل شو
په ایران کې یو تن امنیتي سرتیری د مظاهرو پر مهال ووژل شو / AP

پداسې حال کې چې په ایران کې د اقتصادي بحران له امله مظاهرې او ناکراري دوام لري یو تن امنیتي سرتیری ووژل شو.

دولتي رسنۍ وایي، د ایران د بسیج ځواک یو ۲۱ کلن غړی د اقتصادي ستونزو له امله په راپورته شویو لاریونونو کې وژل شوی، په داسې حال کې چې په تهران کې مظاهرې کمې شوي خو نورو ولایتونو ته غځېدلي دي.

دولتي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ د یوه سیمه ییز چارواکي په حواله خبر ورکړ چې د ایران د امنیتي ځواکونو یو غړی د اسلامي جمهوریت د خراب اقتصاد له امله په راپورته شویو لاریونونو کې وژل شوی، چې له تېرې اونۍ راهیسې یې ټول هېواد نیولی دی.

دغه چینل د لرستان ولایت د مرستیال والي، سعید پورعلي له قوله ویلي: "د کوهدشت ښار د بسیج یو ۲۱ کلن غړی تېره شپه (چهارشنبه) د عامه نظم د دفاع پر مهال د بلواګرو له خوا ووژل شو."

په پلازمېنه تهران کې مظاهرې ورو شوي، خو نورو ولایتونو ته غځېدلي دي.

پورعلي وویل: "دا لاریونونه د اقتصادي فشارونو، انفلاسیون او د اسعارو د بدلونونو له امله دي او د معیشت د اندېښنو څرګندونه کوي." "د خلکو غږ باید په دقت او تدبیر سره واورېدل شي، خو خلک باید اجازه ورنکړي چې غوښتنې یې د ګټې لټوونکو کسانو له خوا منحرفې شي."

دا لاریونونه په ایران کې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوی دي، کله چې په پولیسو کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني مړینې په ټول هېواد کې لاریونونه راوپارول. خو دا لاریونونه لا تر اوسه په ټول هېواد کې نه دي غځېدلي او د امیني د مړینې په څېر شدید نه دي، چې د چارواکو د خوښې خلاف د حجاب نه اغوستلو په تور نیول شوې وه.

د ایران حکومت د چهارشنبې ورځ د سړې هوا له امله په ډېرو برخو کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه، چې ښایي موخه یې د اوږدې اونۍ په پای کې له پلازمېنې څخه د خلکو لرې کول وي. په ایران کې د اونۍ پای د پنجشنبې او جمعې ورځې دي، او شنبه هم د یوې مذهبي ورځې له امله عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

په لاریونونو کې چې ریښه یې په اقتصادي مسایلو کې ده، لاریون کوونکو د حکومت پر ضد شعارونه هم ورکړي دي. د هېواد مشران لا هم د هغه ۱۲ ورځنۍ جګړې تر اغېز لاندې دي چې اسرائیلو د جون په میاشت کې د دغه هېواد پر ضد پیل کړې وه. امریکا هم د جګړې پر مهال د ایران اټومي تاسیسات بمبار کړي وو.

وپلټۍ
په فرانسه کې د "مرګ غوښتلو" قانون نافذ شو
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
مولدووا د بې پیلوټه الوتکې تر چاودنې وروسته له روسیې څخه خپل سفیر هیواد ته راوباله
روسیه: ناټو او اروپایي ټولنه د نړیوال تروریزم برخه ګرځېدلي دي
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته