نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
امریکا د اوس لپاره اوکراین ته د ټام هاک اوږد واټنه توغندیو له ورکولو انکار وکړ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه وړاندیز ملاتړ کړی چې مسکو او کییف دې په اوکراین کې دښمني ودروي، "چېرته چې یو، هملته دې ودریږو" او خبرې دې پیل کړي
امریکا د اوس لپاره اوکراین ته د ټام هاک اوږد واټنه توغندیو له ورکولو انکار وکړ
امریکا د اوس لپاره اوکراین ته د ټام هاک اوږد واټنه توغندیو له ورکولو انکار وکړ / AA
18 اکتوبر 2025

د ټام‌هاک توغندیو غوښتنه ناکامه شوه؛ زیلینسکي له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز ملاتړ وکړ

زیلینسکي وايي، دی له روسیې سره د جګړې درولو او خبرو اترو پیلولو لپاره د ټرمپ له وړاندیز څخه ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې یو راپور وايي ټرمپ اوکرایني مشر ته ویلي چې لږ تر لږه د اوس لپاره د ټام‌هاک توغندیو د ورکولو هوډ نه لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه وړاندیز ملاتړ کړی چې مسکو او کییف دې په اوکراین کې دښمني ودروي، "چېرته چې یو، هملته دې ودریږو" او خبرې دې پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې ټرمپ زیلینسکي ته ویلي چې لږ تر لږه د اوس لپاره به ټام‌هاک توغندي ورنکړي.

زیلینسکي د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل: "هغه پر حق دی. ولسمشر پر حقه دی، او موږ باید چېرته چې یو، هملته ودریږو." "دا مهمه ده، چې چېرته یو، هملته ودریږو او بیا خبرې وکړو."

ټرمپ پر "ټروت سوشل" (Truth Social) شبکه ولیکل چې له زیلینسکي سره یې لیدنه "ډېره په زړه پورې او دوستانه" وه، او پر کییف او مسکو یې غږ وکړ چې "وژنې ودروي او یوه معامله وکړي."

ټرمپ ولیکل: "دوی باید چېرته چې دي، هملته ودریږي. پرېږدئ چې دواړه د بریا ادعا وکړي، تاریخ به پرېکړه وکړي."

زیلینسکي د هوايي دفاع او تولید په اړه خبرو ته په اشارې سره، دا بحثونه "ګټور" وبلل.

هغه وویل: "البته، موږ د لرې واټن ویشتونکو [وسلو] په اړه خبرې وکړې." "موږ پرېکړه وکړه چې په دې اړه به خبرې نه کوو ځکه هېڅوک نه غواړي — زما مطلب دی، امریکا  دا نه غواړي."

'د اوس لپاره ټام‌هاک نشته'

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا د امریکا د ټام‌هاک لرې واټن ویشتونکو توغندیو ترلاسه کولو ته هیله‌من دی، زیلینسکي ځواب ورکړ، "زه حقیقت‌بین یم،" او زیاته یې کړه چې دواړو لورو هوکړه کړې چې د خبرو جزئیات به نه په ډاګه کوي.

زیلینسکي واشنګټن ته له هغې وروسته راغی چې څو اونۍ یې د ټام‌هاک توغندیو غوښتنه کوله، او هیله یې درلوده چې له پوتین سره د ټرمپ له مخ پر زیاتېدونکې ناهیلۍ څخه ګټه پورته کړي، وروسته له هغه چې په الاسکا کې یوې سرمشریزې کومه نتیجه ورنکړه.

خو اوکراینی مشر تش لاس ستون شو، ځکه ټرمپ د تېرې اونۍ د غزې د سولې تړون وروسته یوې بلې نوې ډیپلوماتیکې بریا ته سترګې په لاره دی.

اکسیوس (Axios) خبري اژانس د دوو سرچینو له قوله چې له دې لیدنې خبرې وې، راپور ورکړی چې ټرمپ زیلینسکي ته ویلي چې لږ تر لږه د اوس لپاره د ټام‌هاک توغندیو د ورکولو هوډ نه لري.

اکسیوس د سرچینو په حواله وايي: "ټرمپ روښانه کړه چې اوس یې لومړیتوب ډیپلوماسي ده، او فکر کوي چې د ټام‌هاک توغندیو ورکول به دا [هڅې] زیانمنې کړي."

د اروپايي ټولنې او ناټو له مشرانو سره خبرې

له دې لیدنې وروسته، زیلینسکي د اروپا او ناټو له مشرانو سره له ټرمپ سره د خپلو خبرو د جزئیاتو په اړه وغږېد، او په ټوله اروپا کې د ژوند ژغورنې او امنیت پیاوړي کولو پر ګډ هدف یې ټینګار وکړ.

زیلینسکي وویل چې هغه د برېتانیا، جرمني، ایټالیا، فنلنډ، ناروې او پولنډ له مشرانو، او همدارنګه د اروپايي ټولنې له مشرانو او د ناټو له سرمنشي روته سره خبرې کړې دي.

هغه پر ټلګرام ولیکل: "ما د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خپلو خبرو جزئیات شریک کړل. موږ پر ډېرو مهمو مسایلو بحث وکړ. اوس اصلي لومړیتوب د امکان تر حده د ډېرو خلکو د ژوند ساتنه، د اوکراین لپاره د امنیت تضمین، او په اروپا کې زموږ د ټولو پیاوړي کول دي."

هغه زیاته کړه چې د ښکېلو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران به د راتلونکو ګامونو د همغږۍ لپاره سره وګوري، او له اوکراین سره یې د دوامداره ملاتړ او پیوستون له امله مننه څرګنده کړه.

 

وپلټۍ
شمالي کوریا له یوې جنګي کښتۍ څخه کروز او د کښتیو ضد توغندي وازمویل
ایران د هرمز تنګي د کنټرول شریکولو لپاره د امریکا غوښتنه رد کړه
د جرمني لومړي وزیر ميرز نتانیاهو ته د اشغال شوې لویدیځې غاړې د «جزوي الحاق» په اړه خبرداری ورکړ
د جرمني لومړي وزیر میرز خبرداری: د ایران جګړه به تلپاتې اقتصادي زیانونه واړوي
امریکا په اسلام‌اباد کې له ایرانه د ۲۰ کلونو لپاره د یورانیمو د غني کولو د بندولو غوښتنه کړې وه
هاکان فیدان: اسرائیل ښايي له ایران وروسته تورکیه د خپل نوي سیمه ییز سیال په توګه معرفي کړي
ایران خبرداری ورکړی  که چیرې بندرونه محاصره شي د خلیج بندرونه به هم 'خوندي پاتې نه شي'
اوکراین او روسیې د ایسټر لنډ اوربند پای ته رسیدو وروسته د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بیا پیل کړل
په سوډان کې د لوږې بحران ژور شوی، په میلیونونه خلک په ورځ کې يو ځل ډوډۍ خوري
سویلي کوریا او پولنډ دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
سانچیز بیجینګ ته د سفر پر مهال د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګریز واټن ناپایه وباله
ایران :په د اسلام آباد په مذاکراتو کې د امریکا سره هوکړې ته ډیر نږدې شوي وو خو امریکا خنډ رامنځته کړ
بلوچستان ازادۍ پوځ په نامه وسله والې ډلې د پاکستان پر ساحلي ساتونکو برید کړی؛ ۳ تنه وژل شوي
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د وژل شوو ۳۳۷۵ تنو هویت تثبیت شوی دی