نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د سولې وړاندیز ته د ایران ځواب 'په بشپړ ډول د نه منلو وړ' وباله
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وروستي وړاندیز ته د ایران ځواب رد کړی دی.
ټرمپ د سولې وړاندیز ته د ایران ځواب 'په بشپړ ډول د نه منلو وړ' وباله
ټرمپ د سولې وړاندیز ته د ایران ځواب 'په بشپړ ډول د نه منلو وړ' وباله / AA

په وروستیو اونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې له خنډ سره مخ شوي، په داسې حال کې چې د خلیج په سیمه کې د وخت ناوخت نښتو سره سره یو نازک اوربند لا هم پر ځای دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وروستي وړاندیز ته د ایران ځواب رد کړی دی.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه، 'ټروټ سوشل' (Truth Social) کې لیکلي: "ما تازه د ایران د تش په نامه 'استازو' ځواب ولوست. زه دا نه خوښوم — په بشپړ ډول د نه منلو وړ دی!"

دا پوسټ څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړ چې تهران د پاکستاني منځګړو له لارې د امریکا وروستي وړاندیز ته خپل ځواب لېږلی دی.

د 'ایرنا'  خبري اژانس ویلي: "د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وروستي وړاندیز ته د ایران د اسلامي جمهوریت ځواب نن پاکستاني منځګړي ته وسپارل شو."

رسمي ټلوېزیون ایرنا وویل چې په دې ځواب کې پر ټولو جبهو، په ځانګړې توګه په لبنان کې د امریکا او اسرائیلو لخوا د تپل شوې جګړې پر پای ته رسولو او د بېړۍ چلولو (سمندري) امنیت پر تضمین تمرکز شوی دی.

سره له دې چې د اپریل له ۱۷مې راهیسې د اسرائیلو او لبنان ترمنځ اوربند پر ځای دی او وروسته د مۍ تر نیمایي پورې وغځول شو، خو بیا هم د اسراییلو پوځ په لبنان کې خپلو ورځنیو بریدونو او له حزب الله سره د ډزو تبادلې ته دوام ورکوي.

سیمه ییزه ترینګلتیا د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران باندې د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته زیاته شوه، چې د تهران لخوا د اسراییلو او په خلیج کې د امریکا د متحدینو په وړاندې د غچ اخیستونکو اقداماتو او همدارنګه د هرمز تنګي د تړل کېدو لامل شوه.

د اپریل په ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند نافذ شو، خو په اسلام اباد کې خبرې اترې د یوې تلپاتې هوکړې په رامنځته کولو کې پاتې راغلې.

دا اوربند وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا پرته له کومې ټاکلې نېټې وغځول شو، ترڅو د جګړې د دایمي حل لپاره ډیپلوماسۍ ته لاره هواره شي.

 

وپلټۍ
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»