په بغداد کې د تورکیې سفارت عراق ته د سفر خبرداری ورکړ

په بغداد کې د تورکیې سفارت له تورکي اتباعو غوښتي چې له اړتیا پرته عراق ته له سفر څخه ډډه وکړي.

By
په بغداد کې د تورکیې سفارت عراق ته د سفر خبرداری ورکړ / Public domain

دغه سفارت د جمعې په ورځ پر اېکس (پخواني ټویټر) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په عراق کې امنیتي وضعیت ښايي په چټکۍ سره خراب شي.

دې سفارت له تورکي اتباعو غوښتي چې له ګڼې ګوڼې ډکو میدانونو او د راټولېدو ځایونو، د بغداد د شنې سیمې شاوخوا هغه ځایونو چې لاریونونه په کې کیږي، د بغداد او اربیل نړیوالو هوايي ډګرونو او نږدې سیمو، هغو ځایونو چې د درېیم هېواد اتباع ډېر ورځي او له هغو پرانیستو سیمو څخه چې د هوايي دفاع سیسټمونه ممکن مخنیويي بریدونه په کې وکړي، لرې پاتې شي.

سفارت همداراز له خپلو اتباعو غوښتي چې له موصل او شاوخوا سیمو، بصرې ته نږدې سیمو، په ټول عراق کې له پوځي زونونو او مهمو بنسټیزو تاسیساتو لکه د تېلو له ساحو څخه ډډه وکړي او د خپل شخصي خوندیتوب لپاره له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

سفارت دا هم یادونه کړې چې د روانې سیمه ییزې جګړې له امله د عراق هوايي حریم لږ تر لږه د مارچ تر ۱۶مې پورې د هوايي تګ راتګ پر مخ تړلی دی.