نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا سترې محکمې  دریم هیواد ته د کډوالو د ډیپورت په اړه د ټرمپ پلان قبول کړ.
د امریکا سترې محکمې د ټرمپ ادارې ته اجازه ورکړې چې مهاجرین په چټکۍ سره دریمو هېوادونو ته وشړي، حتی که هغه هېوادونه د مهاجرینو اصلي هېوادونه هم نه وي.
د امریکا سترې محکمې  دریم هیواد ته د کډوالو د ډیپورت په اړه د ټرمپ پلان قبول کړ.
/ AP

د امریکا سترې محکمې  دریم هیواد ته د کډوالو د ډیپورت په اړه د ټرمپ پلان قبول کړ.

د امریکا سترې محکمې د ټرمپ ادارې ته اجازه ورکړې چې مهاجرین په چټکۍ سره دریمو هېوادونو ته وشړي، حتی که هغه هېوادونه د مهاجرینو اصلي هېوادونه هم نه وي.

دغه پرېکړه، چې پرته له بشپړ وضاحت څخه خپره شوې، د یوې ټیټې محکمې هغه امر لغوه کوي چې د دې ډول شړنو مخه یې نیولې وه.

د محکمې محافظه کار اکثریت د خپلې پرېکړې په اړه وضاحت ورنه کړ، کوم چې په بیړنیو قضیو کې معمول دی. په همدې حال کې، درې لیبرال قاضیانو مخالفت وکړ او خبرداری یې ورکړ چې دا پرېکړه د خلکو ژوند له خطر سره مخ کولی شي.

دغه قضیه د مې میاشتې یوې پېښې سره تړاو لري، کله چې د امریکا چارواکو اته بهرني اتباع، چې د میانمار، ویتنام او کیوبا  وګړي وو، د سویلي سوډان پر لور په الوتکه کې ولېږدول، سره له دې چې د محکمې یو امر موجود و چې هغوی ته د شړلو پر وړاندې د اعتراض حق ورکوي.

د امریکا د ولسوالۍ قاضي، براین ای مورفي، پرېکړه کړې وه چې د افرادو شړل بل هېواد ته پرته له قانوني ارزونې څخه د امریکا د نړیوالو ضد شکنجې قوانینو د مکلفیتونو سرغړونه کېدای شي.

د مورفي د امر په ځواب کې، الوتکه د جیبوتي په یوه امریکایي سمندري هډه کې ودرول شوه، چیرې چې مهاجرین په موقتي ځایونو کې ساتل شوي وو.

د سترې محکمې پرېکړه د مورفي د پراخې اندېښنې مخه نه نیسي چې مهاجرینو ته باید د دې فرصت ورکړل شي چې د دریم هېواد ته د شړلو پر وړاندې خپل دلیلونه وړاندې کړي. خو دا پرېکړه حکومت ته اجازه ورکوي چې د قانوني پروسو تر بشپړېدو پورې دغه ډول شړنې بیا پیل کړي.

د بله پلوه د امریکا یو تن  قاضي سونیا سوټومایور خبرداری ورکړ چې دا پرېکړه "زرګونه کسان د شکنجې یا مرګ له خطر سره مخ کولی شي."

هغې لیکلي: "حکومت په څرګنده توګه په خپلو کړنو کې ښودلې چې ځان د قانون تابع نه ګڼي او هر څوک هر ځای ته پرته له خبرتیا یا د اورېدنې فرصت څخه شړي."

د ټرمپ ادارې له ځینو هېوادونو سره، لکه پاناما او کوسټاریکا، تړونونه کړي چې هغه کسان ومني چې د هغوی اصلي هېوادونه یې نه مني.

په یوه جلا قضیه کې، سترې محکمې مخکې له دې چې ټیټې محکمې پرېکړه وکړي چې مهاجرینو ته د قانوني اعتراض لپاره څومره وخت ورکول شي، د السلوادور ته د شړنو مخه نیولې وه.

قاضي مورفي، چې د بایډن لخوا ټاکل شوی، مخکې په یوه بله مشهوره قضیه کې مداخله کړې وه، چیرې چې یې د ګواتیمالا یو سړی بېرته امریکا ته راوستلو امر کړی و، هغه سړی چې په مکسیکو کې د شړلو وروسته د ناوړه چلند سره مخ شوی و.

دغه سړی، چې په محکمه کې یې نوم د O.C.G. په توګه یاد شوی، باور کیږي چې د ټرمپ د نوي مهاجرت سیاستونو لاندې لومړنی مهاجر و چې د شړلو وروسته بېرته د امریکا په ولکه کې راوستل شو.

وپلټۍ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي
د ایټالیا د دفاع وزیر کروسیټو: د ناټو سرمشریزه داسې ډیزاین شوې چې ښې پایلې ولري
چین د ستراتیژیک اوبتل  توغندي "بریالۍ" ازموینه ترسره کړه
په فرانسه کې په یو بل مهم او تاریخي موزیم کې د غلا ټکان ورکوونکې پېښه
د روسیې لخوا د اوکراین پر پلازمینه کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو خونړی برید
د شمالي کوریا مشر په یوې نوې جنګي کښتۍ کې د ستراتیژیکو وسلو ازموینې لیدنه وکړه
ټرمپ د امریکا ۲۵۰مه کلیزه په "نشنل مال" کې د یوې لویې ولسي غونډې په ترڅ کې لمانځله.
په فرانسه کې د جون میاشتې د تودوخې څپې له امله په یوه اونۍ کې تر ۲۰۰۰ "اضافي مړینې" ثبت شوې دي
پاکستان کې د یو مسافر وړونکي بس د سړک نه لاندې یوې درې  ته لوېدو له امله  ۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په پاکستان کې د دوو کورونو د چتونو د نړېدو له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
امریکا ایران ته د احتمالي ترورونو په اړه خبرداری ورکړی
اوکرایني چارواکو ویلي دي چې پر کییف د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي