تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
التون : د قبرس مسئله د ورورولۍ مسئله نه د سیاست .
د تورکیې د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون، ویلي چې قبرس د بهرني سیاست موضوع نه ده، بلکې د ګډې ورورولۍ پر بنسټ ولاړ ملي هدف دی.
التون : د قبرس مسئله د ورورولۍ مسئله نه د سیاست .
/ AA

د تورکیې د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون، ویلي چې قبرس د بهرني سیاست موضوع نه ده، بلکې د ګډې ورورولۍ پر بنسټ ولاړ ملي هدف دی.

التون په شمالي قبرس کې د لفکوشا په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال یادونه وکړه چې د یوناني قبرسیانو په مشرۍ د اینوسیس غورځنګ د قومي پاکولو هڅو له امله د ترکي قبرسیانو پر وړاندې ظلم او تاوتریخوالی ترسره شوی، چې ژور زخمونه یې پرېښي دي.

هغه زیاته کړه چې تورکیې په ۱۹۷۴ کال کې د قبرس د سولې عملیات پیل کړل، چې د نړیوالو قوانینو له مخې د تضمین کوونکي هېواد په توګه یې خپل حقونه وکارول، وروسته له دې چې ټولې ډیپلوماتیکې هڅې ناکامې شوې.

التون وویل چې دغه عملیات د ترکي قبرسیانو لپاره یو تاریخي بدلون و، چې د سولې او امنیت یو نوی دور یې پیل کړ.

هغه یادونه وکړه چې له هغه وخت راهیسې، ترکي قبرسیانو تل د سولې خبرو او فدرالي حلونو ملاتړ کړی، سره له دې چې د یوناني قبرسیانو له خوا یې بیا بیا مخالفت شوی.

التون د ۲۰۰۴ کال د انان پلان ټولپوښتنې ته اشاره وکړه، چې په کې ۶۵ سلنه ترکي قبرسیانو "هو" رایه ورکړه، په داسې حال کې چې ۷۶ سلنه یوناني قبرسیانو "نه" وویل، چې د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکی د سولې وړاندیز یې ناکام کړ.

التون په  اروپایي اتحادیې نیوکه وکړه چې د دې رد په بدل کې یې یوناني قبرسیان په یو اړخیز ډول اتحادیې ته شامل کړل، د ترکي قبرسیانو اراده یې له پامه وغورځوله.

هغه د څو لسیزو اوږدو فدرالي خبرو اترو ناکامي په ګوته کړه او ویې ویل چې اوس د یو نوي لارې، چې د حاکمیت پر مساواتو او دوه دولتونو پر حل ولاړه وي، منلو وخت دی.

التون ټینګار وکړ چې تورکیه په دې ژمنه ولاړه ده چې ترکي قبرسیان د نړیوال مساوي حیثیت سره وپېژندل شي او د هغوی حقونه په بشپړ ډول خوندي شي.

د شمالي قبرس د نړیوالې پېژندنې لپاره د اردوغان ژمنتیا

التون د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  لپاره د انقرې نه ماتېدونکی ملاتړ تکرار کړ او د ولسمشر رجب طیب اردوغان نړیواله غوښتنه یې د دې پېژندنې لپاره په ګوته کړه.

التون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۷مه غونډه کې د اردوغان وینا یاده کړه، چې په کې یې نړیوالې ټولنې ته د یو خپلواک  شمالي قبرس تورکي جمهوریت دولت په توګه د رسمي پېژندنې غوښتنه وکړه.

د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې شمالي قبرس ته د ولسمشر اردوغان د سفر پر مهال، هغه د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  نړیوال حیثیت لوړولو ته د تورکیې ژمنتیا بیا تکرار کړه او ژمنه یې وکړه چې هیڅکله به یې یوازې پرېنږدي.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.