نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د هند لاریونونه: اپوزیسیون او خبریالان پولیس په ناوړه چلند تورنوي، په داسې حال کې چې نوي ډیلي د تازه لاریونونو لپاره تیاری نیسي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري

په ورته وخت کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي په نوي ډیلي کې د یوه نوي لاریون غوښتنه کړې ده.

د اپوزیسیون مشرانو او خبریالانو پولیس د اونۍ په وروستیو ورځو (رخصتیو) کې د لاریونونو پر مهال له ځواک څخه په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړل. دا په داسې حال کې ده چې چارواکو د دوشنبې په ورځ د ټاکنو د مشر پر ضد د یوه نوي لاریون له پیل وړاندې نوی ډیلی وتړلو.

چارواکو د پرله پسې درېیمې ورځې لپاره په مرکزي ډیلي کې زرګونه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. دوی د اپوزیسیون د مشر، راهول ګاندي له لوري د بلل شوي لاریون وړاندې درانه فلزي کټارې درولي او د میټرو مهم سټیشنونه یې تړلي دي.

دا لاریونونه د هېواد په کچه د رای ورکوونکو د نوملړ د بیاکتنې پر مهال د درغلیو د تورونو له امله پیل شوي دي، چې د نیوکه کوونکو په وینا، دا چاره ښايي د لومړي وزیر نریندرا مودي واکمن بهارتیا جنتا ګوند (BJP) ته ګټه ورسوي.

د هند د ټاکنو کمیسیون، چې د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکي هېواد کې د رایې ورکولو پروسه څاري، هر ډول درغلي رد کړې ده.

خو د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، وروسته له هغې چې د رخصتیو په ورځو کې د ځوانانو په مشرۍ د کاکروچ جنتا ګوند (CJP) د غړو په ګډون زرګونه لاریون کوونکي ونیول شول، اوس د خلکو پام تر ډېره د پولیسو غبرګون ته اوښتی دی.

د نیول شویو کسانو ډېری برخه، چې د کاکروچ یا ګونګوټې ګوند درې لوړپوړي مشران هم په کې شامل دي، اوس بېرته خوشي شوي دي.

د اپوزیسیون غړو چارواکي تورن کړي چې د ډله ییزو نیونو له لارې د مخالفتونو د ځپلو هڅه کوي.

د هند د کمونست ګوند د پارلمان غړي، جان بریټاس ادعا کړې چې د یکشنبې ورځې د لاریونونو پر مهال د پولیسو له خوا ورسره "ناوړه چلند شوی، پر ځمکه کش شوی او فزیکي برید پرې شوی دی."

بریټاس وویل: "دا یوازې د پارلمان پر یوه غړي برید نه دی، بلکې دا پر ډیموکراتیکو آزادیو او د قانون پر حاکمیت برید دی."

پولیسو د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د نیونو او د خپلو کړنو په اړه پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

یو شمېر هغو خبریالانو چې د لاریون خبري پوښښ یې کاوه، ویلي چې د خبریالۍ د کارتونو له ښکاره لرلو سره سره، بیا هم نیول شوي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان  ویلي چې د رخصتیو د ورځو د لاریونونو پر مهال لږ تر لږه ۱۶ خبریالان نیول شوي، او دا کړنه یې "د نه منلو وړ" بللې ده.

'د وېرې هېڅ ځای نشته'

پلازمېنه د دوشنبې په ورځ د یوه نوي کړکېچ لپاره تیاری نیسي؛ د کانګرس ګوند مشر ګاندي له خپلو پلویانو غوښتي چې د سترې محکمې پر لور په لاریون کې ګډون وکړي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ پر خپلو ټولنیزو رسنیو ولیکل: "د وېرې هېڅ ځای نشته. دا ډارن کسان موږ ته هېڅ هم نه شي کولی."

مرکزي ډیلي ته په غځېدلو لارو سلګونه ژېړ رنګه فلزي کټارې اېښودل شوي دي، او د میټرو شپږ لوی سټیشنونه لا هم تړلي پاتې دي.

د مخالف ګوند مشرانو ژمنه کړې تر څو چې د ټاکنیز کمیسیون مشر، ګیانیش کمار له خپلې دندې استعفا ورکړي نوي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي.

دا لاریونونه د مودي د درېیمې دورې پر وړاندې پر یوې سترې سیاسي ننګونې بدل شوي، چې د اپوزیسیون ګوندونه، د محصلینو ډلې او هغه مدني فعالان یې سره راټول کړي چې د رای ورکوونکو د نوملړ د بیاکتنې له امله غوسه دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغې بیاکتنې په پایله کې له ټاکنیز نوملړ څخه د څه باندې ۱۳۳ میلیونه کسانو نومونه ایستل شوي دي.

نیوکه کوونکي وايي چې دغه اقدام په لویه کچه اقلیتونه، په ځانګړې توګه مسلمانان زیانمن کړي دي.

بل خوا ټاکنیز چارواکي وايي چې د دغه اقدام موخه د تکراري، مړو شویو او جعلي نومونو له منځه وړل وو.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ