نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وایي هغه غواړي چې د غزې خلک خوندي شي ځکه چې هغوې "له جهنم تیر شوي دي"
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه غواړي "د غزې خلک خوندي وي"، په داسې حال کې چې د اسرائیلو بریدونه په محاصره شوې فلسطینۍ سیمه کې دوام لري.
ټرمپ وایي هغه غواړي چې  د غزې خلک خوندي شي ځکه چې هغوې "له جهنم تیر شوي دي"
/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه غواړي "د غزې خلک خوندي وي"، په داسې حال کې چې د اسرائیلو بریدونه په محاصره شوې فلسطینۍ سیمه کې دوام لري.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: "زه غواړم د غزې خلک خوندي وي، دا تر ټولو مهمه ده." کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا هغه لا هم د دې وړاندیز ملاتړ کوي چې امریکا دې د غزې کنټرول په لاس کې واخلي؟ وویل "زه غواړم د غزې خلکو لپاره امنیت ټینګ کړم. هغوی د جهنم نه  تېر شوي دي." ټرمپ د لومړي ځل لپاره د فبرورۍ په میاشت کې د غزې د کنټرول په اړه د امریکا وړاندیز یادونه وکړه . یو وړاندیز چې په نړیواله کچه پراخ مخالفت سره مخ شو .خو هغه په وروستیو میاشتو کې بیا هم دې موضوع ته اشاره کړې ده.

د روانې اونۍ په پیل کې، هغه وویل چې هیله لري په غزه کې به "راتلونکې اونۍ کې" اوربند وشي او تایید یې کړه چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په واشنګټن کې د غزې او ایران په اړه د خبرو لپاره پلان لري.

اسرائیلو د پنجشنبې په ورځ د خپلې محاصرې لاندې  غزې باندې خپل بې رحمه بمبارۍ ته دوام ورکړ، چې له امله یې له ۱۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي، چې په کې د مرستې غوښتونکي هم شامل دي.

د اسرائیلو لخوا په غزه کې روانه نسل وژنه

اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال  له اکتوبر  راهیسې په غزه کې نسل وژنه روانه کړې ده.

فلسطینیانو د ۵۷,۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو وژل ثبت کړي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وافا) د راپور له مخې، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړ شویو ودانیو لاندې ښخ شوي دي.

خو کارپوهان باور لري چې د مړو اصلي شمېر د هغه څه څخه ډېر زیات دی چې د غزې چارواکو راپور ورکړی، او اټکل کوي چې دا شمېر ښایي شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ ته ورسیږي.

واشنګټن هر کال خپل اوږدمهاله متحد اسراییلو ته ۳.۸ میلیارده ډالر پوځي مرسته ورکوي.

له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې، متحده ایالاتو د اسراییلو د نسل وژنې او په ګاونډیو هیوادونو کې جګړو ملاتړ لپاره له ۲۲ میلیارده ډالرو څخه زیات لګولي دي.

سره له دې چې د امریکا لوړپوړي چارواکي د غزې د ملکي وګړو د لوړ مرګ ژوبلې په اړه اسراییل نیوکه کوي، واشنګټن تر دې دمه د وسلو په انتقال کې د کومو شرطونو د لګولو غوښتنې رد کړې دي.

وپلټۍ
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ