نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا د ایران د جګړې پر سر د اختلاف له امله،له جرمني څخه شاوخوا ۵۰۰۰ سرتېري باسي
پنټاګون وویل، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت امر کړی چې په راتلونکي کال کې له جرمني څخه شاوخوا ۵۰۰۰ سرتېري وایستل شي.
امریکا د ایران د جګړې پر سر د اختلاف له امله،له جرمني څخه شاوخوا ۵۰۰۰ سرتېري باسي
امریکا د ایران د جګړې پر سر د اختلاف له امله،له جرمني څخه شاوخوا ۵۰۰۰ سرتېري باسي / AFP

پنټاګون وايي، تمه کېږي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په راتلونکو شپږو تر دولسو میاشتو کې بشپړ شي.

پنټاګون وویل، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت امر کړی چې په راتلونکي کال کې له جرمني څخه شاوخوا ۵۰۰۰ سرتېري وایستل شي.

د جمعې ورځې دا اعلان وروسته له هغې وشو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې اونۍ په پیل کې وویل، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې پر سر د جرمني له لومړي وزیر فریډریک مرز سره د شخړې له امله به له دغه ناټو متحد هېواد څخه سرتېري وباسي.

د پنټاګون ویاند شان پارنیل په یوه بیان کې وویل: "موږ تمه لرو چې د وتلو بهیر په راتلونکو شپږو تر دولسو میاشتو کې بشپړ شي."

پارنیل زیاته کړه: "دا پرېکړه په اروپا کې د وزارت د ځواکونو د وضعیت له بشپړې ارزونې وروسته شوې او د جګړې د ډګر د اړتیاوو او پر ځمکه د شته شرایطو په پام کې نیولو سره شوې ده."

ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ وویل چې مرز "فکر کوي دا سمه ده چې ایران اټومي وسله ولري. هغه نه پوهېږي چې څه وايي!"

د چهارشنبې په ورځ، ټرمپ وویل چې واشنګټن په جرمني کې د امریکايي ځواکونو د "احتمالي کمښت مطالعه او بیاکتنه کوي" او دا چې هغه به "په لنډ وخت کې" پرېکړه وکړي.

د پنجشنبې په ورځ، ټرمپ په بیضوي دفتر کې خبریالانو ته وویل چې ممکن د جګړې پر مهال د ملاتړ د نشتوالي له امله له ایټالیا او اسپانیا څخه هم امریکايي سرتېري وباسي: "ایټالیا له موږ سره هیڅ مرسته نه ده کړې او اسپانیا وحشتناکه وه، بالکل وحشتناکه."

ټرمپ وویل: "هو، شاید، زه به شاید دا کار وکړم. ولې یې ونه کړم؟"

د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، په ایټالیا کې ۱۲،۶۶۲، په اسپانیا کې ۳،۸۱۴ او په جرمني کې ۳۶،۴۳۶ فعال امریکايي سرتېري مېشت وو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادپول د پنجشنبې په ورځ مراکش ته د سفر پر مهال، وویل چې جرمني د امریکايي ځواکونو کمښت ته "چمتو" دی او "د ناټو په ټولو ارګانونو کې له نږدې او د باور په فضا کې پرې بحث کوي."

په داسې حال کې چې وادپول په جرمني کې د لږ شمېر امریکايي سرتېرو د شتون په اړه ځان "ارام" وښود، خو ویې ویل چې په جرمني کې د امریکا لویې اډې "هیڅ د بحث وړ نه دي."

هغه د بېلګې په توګه وویل چې د رامشټاین هوايي اډه "د متحده ایالاتو او زموږ دواړو لپاره یو نه بدلېدونکی رول لري."

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ وویل چې په اروپا کې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کول د واشنګټن په ګټه دي، او دا چې متحده ایالات "د اروپا د امنیت او دفاع په برخه کې یو حیاتي ملګری دی."

 

وپلټۍ
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.
الشرع وویل چې پر هېواد د لګېدلو سختو بندیزونو له لرې کېدو وروسته سوریه له سره راوزیږیده