افغانستان
1 د لوستلو دقیقه
جرمني د لومړي ځل لپاره ۲۰ افغان مجرمین په مستقیم ډول کابل ته ډیپورټ کړل
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ۲۰ کسان چې په جرمني کې یې بېلابېل جرمونه ترسره کړي وو او د شړلو پرېکړه یې وروستۍ شوې وه، د لایپزیګ (Leipzig) له ښار څخه افغانستان ته واستول شول.
جرمني د لومړي ځل لپاره ۲۰ افغان مجرمین په مستقیم ډول کابل ته ډیپورټ کړل
جرمني د لومړي ځل لپاره ۲۰ افغان مجرمین په مستقیم ډول کابل ته ډیپورټ کړل / DPA

د وزارت په وینا، په شړل شویو کسانو کې هغه نارینه شامل دي چې د جنسي تېري، وهلو ټکولو او د مخدره توکو د قاچاق په جرمونو محکوم شوي وو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه دا الوتنه د درېیمګړي هېواد له منځګړیتوب پرته، د یوې مستقیمې هوکړې پر بنسټ لومړنۍ الوتنه وه چې ترسره شوه. د وزارت چارواکو یادونه وکړه چې پخوا به دا ډول الوتنې د قطر په منځګړیتوب کېدې، خو دا ځل د مستقیمو اړیکو په پایله کې دا اقدام شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرینډټ په دې اړه وویل:

"دا هوکړه افغانستان ته د مستقیمو او دایمي شړلو لپاره یوه باوري اډانه رامنځته کوي. د مجرمینو شړل د کډوالۍ په پالیسۍ کې د کنټرول او روښانه دریځ یو بنسټیز جز دی. زموږ د ټولنې په ګټه ده چې مجرمین زموږ له هېواده ووځي، له همدې امله موږ په پرېکنده ډول عمل کوو او دا لړۍ ګام په ګام پراخوو."

وپلټۍ
پاکستان وايي د افغانستان دننه  د ترهګرو ډلو پر اهدافو يي بریدونه کړي، ۲۹ کسان وژل شوي
افغانستان او پاکستان زورورې زلزلې ولړزول
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
د افغانستان دفاع وزارت: افغان ځواکونو په پاکستان کې د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي
پکتیکا: د ناچاودې مرمۍ د پرې کولو پر مهال چاودنې ۷ کسان وژلي
په لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ افغان راستنېدونکي مړه او ۳۰ نور ټپیان شول
روسیې او افغانستان د پوځي همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ
ملګري ملتونه : په افغانستان کې د وچکالۍ بحران لا پسې ژور شوی دی
روسیه د افغانستان له واکمنو طالبانو سره یو بشپړ او هر اړخیز شراکت رامنځته کوي.
اروپايي ټولنه وايي په نږدې راتلوونکې کې به په بروکسل کې د طالب چارواکو سره لیدنه وکړي
ملګري ملتونه: پر افغانستان د پاکستان د تېرې ورځې په بریدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
جرمني ۲۵ محکوم شوي افغانان بېرته کابل ته ډیپورټ کړل.
یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې زرګونه ښځینه ښوونکې او ډاکټرانې له لاسه ورکړي
نن دوشنبه د پاکستان له لورې د افغانستان پر کونړ ولایت په بریدونو کې ۴ تنه مړه او ۷۰ تنه ټپيان شوي
اروپايي ټولنه: له افغانستان سره تخنیکي خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په مانا نه دي