تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د ولسمشر اردوغان پر وړاندې د کودتا په هڅه  او د وژنې د برید په پلان کې ښکېل د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  غړی ونیول شو
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو

د تورکیې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د جولای د ۱۵مې نېټې د کودتا پر مهال په مارماریس کې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان باندې د وژنې د برید (ترور) په هڅه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان غړی "بي. کې" (B.K) ونیول شو چې په پخپله يي په دغه برید کې برخه اخیستې وه.
د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د پولیسو د عمومي ریاست د استخباراتو د ریاست په همغږۍ، د افیون قره حصار او د اسکی شهر ولایتونو د پولیسو د استخباراتي څانګو لخوا یو ګډ عملیات ترسره شول.

د دغو عملیاتو په پایله کې، د هغه ترهګر (B.K) ځای وموندل شو چې د جولای په ۱۵مه یې پر ولسمشر اردوغان د برید په هڅه کې برخه اخیستې وه. نوموړی چې د انټرپول لخوا په "سور نوټس"  کې تر څارنې لاندې و، پخوانی جګړن او د هليکوپټر پیلوټ و چې له دندې ګوښه شوی و.

نوموړی ترهګر د افیون قره حصار ولایت د ترهګرۍ ضد پولیسو د ځانګړو ټیمونو لخوا ونیول شو. د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او د هغوی د جوړښتونو پر وړاندې مبارزه به په کلک هوډ سره دوام ومومي.
پدې ترڅ کې مالومه شوه چې "بي. کې" د ښار په مرکز کې د "ایناز" په نامه د زلزله ځپلو کورونو په سیمه کې د دغه سازمان په یو پټنځای کې د عملیاتو پر مهال ونیول شو او اوسمهال په پولیسو کې تر پوښتنو او څیړنو لاندې دی.

امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې دغه ترهګر د برید له هڅې وروسته د نه نیول کېدو لپاره په دوامداره توګه خپله څېره بدلوله او له جعلي پېژندپاڼې یې ګټه اخیستله. نوموړی هغه مهال وپېژندل شو کله چې یې انځور د "څېرې پېژندنې" په سیسټم کې ثبت شو. "بي. کې" چې له څه مودې راهیسې تر څارنې لاندې و، هغه مهال ونیول شو چې له زیاتې اندازې نغدو پیسو سره یې غوښتل بهرني هیواد ته وتښتي.

وپلټۍ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی