لیدلوری
افغانستان
8 د لوستلو دقیقې
د تورکیې منځګړیتوب څنګه پاکستان او افغانستان ته له یوه ماتېدونکي اوربند څخه د منظمې سولې لاره هواروي
په داسې حال کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ دوام لري، د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې د خبرو اترو راتلونکی پړاو دواړو ګاونډیو هېوادونو ته یو مهم فرصت برابروي چې تېره اونۍ په دوحه کې شوی ماتېدونکی اوربند پیاوړی کړي.
د تورکیې منځګړیتوب څنګه پاکستان او افغانستان ته له یوه ماتېدونکي اوربند څخه د منظمې سولې لاره هواروي
د تورکیې منځګړیتوب څنګه پاکستان او افغانستان ته له یوه ماتېدونکي اوربند څخه د منظمې سولې لاره هواروي
22 اکتوبر 2025

د تورکیې منځګړیتوب څنګه پاکستان او افغانستان ته له یوه ماتېدونکي اوربند څخه د منظمې سولې لاره هواروي

تمه ده چې تورکي منځګړي به روانه اونۍ په استانبول کې د دواړو لورو ترمنځ د دوامداره خبرو لپاره د میکانیزمونو په جوړولو سره د سولې بهیر نور هم پیاوړی کړی.

په داسې حال کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ دوام لري، د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې د خبرو اترو راتلونکی پړاو دواړو ګاونډیو هېوادونو ته یو مهم فرصت برابروي چې تېره اونۍ په دوحه کې شوی ماتېدونکی اوربند پیاوړی کړي.

د دوحې تړون، چې د تورکیې او قطر په منځګړیتوب ترسره شو، د اسلام اباد او کابل ترمنځ د دښمنیو په کمولو کې یو مهم ګام و، چې لامل یې له پولې هاخوا د ترهګرۍ مسله وه.

په داسې حال کې چې تورکیه د یوه باوري سولې منځګړي په توګه مرکزي رول لوبوي، د استانبول د راتلونکو خبرو موخه دا ده چې دا لنډمهالی اوربند په دایمي سوله بدل کړي.

د پاکستان لپاره، دا مسله خورا مهمه ده: له افغانستان څخه د کره ژمنو ترلاسه کول چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ادعا شوي پټنځایونه له منځه یوسي – دا یوه ترهګره ډله ده چې له پولې هاخوا بریدونو کې د زیاتوالي مسؤله ده – او د ډیپلوماسۍ له لارې د سیمه ییز ثبات تضمینول.

د بهرنیو چارو یوه اسلام اباد مېشتي شنونکي، باقر سجاد سید، TRT World ته وویل: "د اکتوبر د ۲۵مې د استانبول پړاو اوس تورکیې ته فرصت ورکوي چې (دواړه هېوادونه) له لنډمهالې ارامۍ هاخوا د یوه منظم او د تایید وړ سولې چوکاټ پر لور وهڅوي."

هغه زیاتوي، په استانبول کې پاکستان او افغانستان تمه لري چې د تخنیکي کمېټو له لارې د څارنې، تایید او دوامداره خبرو اترو لپاره میکانیزمونه جوړ کړي.

نوموړي وویل: "دوحې سیاسي پرمختګ رامنځته کړ، په داسې حال کې چې تمه کیږي استانبول به ورته عملي بڼه ورکړي، په دې توګه چې دا به تعریف کړي چې له پولې هاخوا ترهګري څه شی ده، سرغړونې به څنګه تایید کیږي، او شخړې به څنګه حل کیږي."

پاکستان په دې وروستیو اوونیو کې د ترهګریزو بریدونو له ډېرېدونکې څپې سره مخ دی، چې له امله یې لسګونه ملکي وګړي او پوځیان وژل شوي دي. دا هېواد پر TTP د ترهګریزو بریدونو تور پورې کوي او ادعا کوي چې دوی له افغانستان څخه فعالیت کوي او د اسلام اباد له دښمن، هند، څخه فعال ملاتړ ترلاسه کوي.

پاکستان غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د TTP مخه ونیسي، خو کابل په دغه هېواد کې د دې ترهګرې ډلې شتون ردوي.

یوازې سږکال د TTP په بریدونو کې د ۳۱۱ سرتېرو په ګډون تر ۵۰۰ ډېر پاکستانیان وژل شوي دي.

تېره اونۍ، د پاکستاني چارواکو په وینا، اسلام اباد په کابل کې په هوايي بریدونو کې د ټي ټي پي مشر په نښه کړ خو د ټي ټي پي مشر لومړی د یو غږیز پیغام او وروسته د ویدیويي پيغام په خپرولو سره ویلي دي چې ژوندی دی او د پاکستان په خاوره کې دی.

طالبانو د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د پاکستان پر پوځي پوستو ځوابي بریدونه وکړل.

د تورکیې منځګړیتوب او ستراتیژیکې اړیکې

شنونکي وايي چې تورکیې په دوحه کې له خپل ډیپلوماتیک اعتبار او د ترهګرۍ ضد مبارزې له تخصص څخه په ګټې اخیستنې، د اسلام اباد او کابل ترمنځ د سمدستي اوربند په ټینګښت کې مهم رول ولوباوه.

تورکي منځګړي اوس چمتو دي چې د روانې اونۍ په وروستیو کې په استانبول کې د دواړو لورو ترمنځ د دوامداره خبرو لپاره د میکانیزمونو په جوړولو سره د سولې بهیر نور هم پرمخ یوسي.

د ترکیې منځګړیتوب په ځانګړې توګه د پاکستان او افغانستان سره د دې هېواد د تاریخي او ستراتیژیکو اړیکو له امله خورا مهم دی.

د استانبول مدنیت پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد، اسماعیل ارمغان وايي، که څه هم انقره د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني، خو کابل د تورکي ولس لپاره "تاریخي، کلتوري او جیوپولیټیک اهمیت" لري.

هغه TRT World ته وویل: "د سولې د ډیپلوماسۍ تعقیب یو طبیعي کار دی. دا بهیر د تورکیې سیمه ییز منځګړیتوب ظرفیت پیاوړی کوي او په سوېلي اسیا کې د پولې امنیت او ثبات لپاره یو مهم بدلون دی."

سید وايي، د PKK – چې د انقرې، واشنګټن او اروپايي ټولنې لخوا یوه ترهګره ډله بلل کیږي – پر وړاندې د تورکیې تجربه او د پولې د بغاوتونو مدیریت، دې هېواد ته په افغانستان کې د TTP د پټنځایونو په اړه د پاکستان اندېښنو ته یو ځانګړی لید ورکوي.

د TTP ګواښ په نښه کول

په ۲۰۲۱ کال کې د پاکستان  په ګاونډي هېواد  افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو راهیسې پاکستان د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي سره مخ دی.

د پاکستان په اند په دې هیواد  کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی له نوي ډیلي سره د کابل د اړیکو له ښه کېدو سره هممهاله دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په تضمینولو کې د پاکستان منځګړیتوب خورا مهم و، چې په کابل کې واک ته د طالبانو د بېرته راستنېدو لامل شو.

د سید په وینا، پاکستان به د استانبول په راتلونکو خبرو کې د "TTP د پېژندل شویو پټنځایونو د له منځه وړلو او د کلیدي شخصیتونو د نیولو یا شړلو" ترڅنګ د "کره مهالوېش او د اندازه کولو وړ معیارونو" غوښتنه وکړي، لکه چاپې وهل یا د خوندي کورونو ورانول.

اسلام اباد همداراز د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، له پولې هاخوا همغږۍ، او د ترهګرو د خوځښتونو او تمویل د رښتیني وخت د څارنې ملاتړ کوي.

هغه وايي، د سولې له شرایطو څخه د اطمینان لپاره، پاکستان د درېیم اړخ د څارنې میکانیزم ملاتړ کوي، چې ښايي مشري یې په ګډه تورکیه او قطر وکړي، ترڅو پرمختګ تایید او سرغړونې وڅېړي.

د نړیوالو اړیکو استاد ارمغان دا هم یادوي چې ښايي نورې غوښتنې هم وي، لکه له TTP څخه د افغانستان ایډیالوژیکي جلاوالی او د ګډو سرحدي ګزمو او د چټک غبرګون سیسټمونو پلي کول.

سید خبرداری ورکوي چې د نړیوالو تضمینونو پرته، اسلام اباد ښايي اړ شي چې د خپلو امنیتي ګټو د دفاع لپاره یو اړخیز اقدامات په پام کې ونیسي.

دا د پاکستان لپاره د استانبول د خبرو بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي، کوم چې د تورکیې منځګړیتوب د سولې د بنسټیز کولو او د لا ډېر کړکېچ د مخنیوي لپاره یوه لاره ګڼي.

په داسې حال کې چې د پاکستان تمرکز د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ده، په استانبول کې د افغانستان لومړیتوبونه ډېر پېچلي ښکاري، چې کورني فشارونه له نړیوالو تمو سره انډولوي.

د طالبانو حکومت، چې د نړیوال رسمیت پېژندنې او اقتصادي ملاتړ په لټه کې دی، له اسلام اباد سره د کړکېچ له زیاتوالي څخه محتاط دی، په ځانګړې توګه په پاکستان کې د افغان کډوالو شتون ته په پام سره.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې له خبرو وروسته اعلان وکړ چې هېڅ یو هېواد به د بل پر وړاندې دښمنانه اقدامات ونه کړي او زیاته یې کړه چې "د هغو ډلو ملاتړ به نه کیږي چې د پاکستان د حکومت پر ضد فعالیت کوي."

ارمغان یادونه کوي چې افغان مشران تمه لري چې وضعیت به ترینګلی نه شي ځکه چې دوی "په پاکستان کې خپلوان لري."

کابل ښايي د پولې د محدودیتونو د کمولو او سوداګریزو اسانتیاوو غوښتنه هم وکړي، په داسې حال کې چې د هغو اقداماتو مخالفت کوي چې دوی یې پر خپل حاکمیت تېری ګڼي.

شنونکي وايي چې د طالبانو حکومتي ننګونې د TTP د ادعا شوي شتون پر وړاندې د دوی پر وړتیا او ارادې شکونه راپورته کوي.

په پایله کې، د تورکیې رول به د دې تشې په ډکولو کې خورا مهم وي او کابل به وهڅوي چې د عمل وړ ګامونو ته ژمن شي.

له پولې هاخوا د ترهګرۍ د مسلې نړیوال کول

د تورکیې او قطر ښکېلتیا یو تاریخي بدلون په ګوته کوي، چې د پاکستان او افغانستان د پولې شخړه له یوې دوه اړخیزې ستونزې څخه په یوه نړیواله مسله بدلوي.

سید وايي: "د تورکیې او قطر ګډون د پاکستان او افغانستان امنیتي شخړه له یوه کړکېچن دوه اړخیز حالت څخه داسې حالت ته اړوي چې د یوه منظم او څو اړخیز سولې بهیر له لارې حل کیږي."

هغه زیاتوي، دا نړیوال کول پاکستان او افغانستان ته یو داسې ډګر برابروي چې خپلې ستونزې د بې طرفه څارنې لاندې وړاندې کړي، چې دا کار د یوې ساده دوه اړخیزې شخړې په توګه د هغې د ردولو خطر کموي.

ارمغان هم د دې نظر ملاتړ کوي او وايي چې د منځګړو ښکېلتیا یوه دوه اړخیزه مسله د نړیوالې ډیپلوماسۍ اجنډا ته لوړه کړې ده.

هغه زیاتوي، سعودي عربستان هم کولی شي د مالي او ډیپلوماتیکو مرستو له لارې بشپړوونکی رول ولوبوي، چې د سولې بهیر نور هم پیاوړی کړي.

د تورکیې منځګړیتوب یوازې د سمدستي کړکېچونو د حل په اړه نه دی، بلکې په سوېلي اسیا کې د اوږدمهاله ثبات د رامنځته کولو په اړه دی.

ارمغان وايي: "د تورکیې او قطر رول په سوېلي اسیا کې د یوه باثباته او ډله ییز امنیتي جوړښت د رامنځته کولو وړتیا لري ترڅو د ترهګرۍ ضد مبارزه، د پولو امنیت او سیمه ییز ثبات پیاوړی کړي."

 

وپلټۍ
افغانستان: د امریکا بې پیلوټه الوتکې زموږ پر هوايي حریم تېری کوي
افغانستان په شمال کې زلزلې ۲۰ کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر یې ټپیان کړي: د عامې روغتیا وزارت
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تړل شوې د تورخم او چمن دروازې په محدود ډول پرانیستل شوې
د افغانستان او پاکستان ترمنځه په استانبول کې مذاکرات له سره پیل شول
اسلام اباد: استانبول د شنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو د دویم پړاو کوربه توب کوي.
افغانستان: غواړو د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو
افغانستان وویل چې غواړي له پاکستان سره د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ اړیکې ولري
قطر اعلان وکړ چې  پاکستان او افغانستان د دوحې په خبرو کې پر سمدستي اوربند سره موافقې ته ورسیدل.
د افغانستان او پاکستان مذاکراتي ټیمونه قطر ته رسیدلي او نن به سره وویني
پاکستان د افغانستان په پکتیکا  ولایت هوايي بریدونه کړي
افغان چارواکي د اوربند له ټینګېدو مخکې د افغانستان او پاکستان په سرحدي نښتو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
ملګرو ملتونو پر پاکستان او افغانستان غږ کړی  چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره جګړې ودروي
تیکا په افغانستان کې د اورېدو ستونزې لرونکو زده‌کوونکو لپاره د غږیزو ځانګړتیاوو لرونکي ټولګي جوړ کړل
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مرګونې جګړې نه وروسته اوربند پر ځای دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځه په ۴۸ ساعته اوربند هوکړه وشوه
د پاکستان او افغانستان په نوو سرحدي نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي