ټرمپ : د جنوبي کوریا سره د سوداګرۍ تړون په اړه موافقې ته ورسیدو. جنوبي کوریا ۱۵ سلنه تعرفې ومنلې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې امریکا له جنوبي کوریا سره د سوداګرۍ یو تړون لاسلیک کړی چې پکې ۱۵ سلنه تعرفه شامله ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې امریکا له جنوبي کوریا سره د سوداګرۍ یو تړون لاسلیک کړی چې پکې ۱۵ سلنه تعرفه شامله ده.

ټرمپ یو نوی سوداګریز تړون اعلان کړ چې له مخې یې جنوبي کوریا به د ۳۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د امریکا تر کنټرول لاندې پانګونه کوي او د خپلو صادراتو پر وړاندې به تعرفې مني.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا له جنوبي کوریا سره یو نوی سوداګریز تړون لاسلیک کړی چې پکې د جنوبي کوریا د صادراتو پر وړاندې امریکا ته ۱۵ سلنه تعرفه شامله ده.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپل ټروت سوشیل پلیټ فارم له لارې په خپور کړي بیان کې وویل  " زه خوښ یم چې اعلان کړم چې د امریکا له کوریا جمهوریت سره یو بشپړ او هراړخیز سوداګریز تړون ته رسیدلي دی".

هغه وویل چې پدې تړون  کې له جنوبي کوریا څخه د ۳۵۰ میلیاردو ډالرو پانګونې ژمنه شامله ده، چې دا پانګونه به "د امریکا ملکیت او تر کنټرول لاندې وي، او زما لخوا، د ولسمشر په توګه، ټاکل کیږي."

ټرمپ زیاته کړه چې جنوبي کوریا به هم د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت مایع طبیعي ګاز او نور انرژي محصولات هم واخلي.

هغه وویل: "جنوبي کوریا موافقه کړې چې د دوی د پانګونې موخو لپاره به لویه اندازه پانګونه وکړي."

د تړون د یوې برخې په توګه، ټرمپ وویل چې جنوبي کوریا به خپل بازارونه په بشپړه توګه د امریکایي توکو لکه موټرو، لاریو، او کرنیزو محصولاتو پر مخ خلاص کړي.

په بدل کې، د جنوبي کوریا صادرات به امریکا ته د ۱۵ سلنه تعرفې تابع وي، پداسې حال کې چې امریکایي توکي به پرته له تعرفې جنوبي کوریا ته داخلیږي.

د اونۍ له پیله، ټرمپ ویلي وو چې د هغه اداره له پاکستان سره هم یو سوداګریز تړون ته رسیدلې، او له نورو هیوادونو سره خبرې روانې دي، تر څو د هغه د خپل ټاکلي ضرب‌الاجل، د اګست لومړۍ نېټې، مخکې نوي سوداګریز تړونونه بشپړ شي.