رپوټ: جرمني د پناه غوښتنو په شمېر کې نور مخکښ نه دی

جرمني د کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره پناه غوښتنې په برخه لومړی مقام د لاسه ورکړ

Ein schriftlicher Asylerstantrag des Bundesamts für Migration und Flüchtlinge (BAMF) liegt auf einem Tisch / dpa / DPA

د يوې رسنۍ د راپور له مخې، جرمني د کلونو وروسته  په لومړي ځل د اروپايي اتحاديې په کچه د پناه غوښتنې په برخه کې  مخکښ هېواد نه دی. دا معلومات د "ويلت ام زونټاګ" ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې د اروپايي اتحاديې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د روان کال د لومړۍ ربعې د پناه غوښتنې په اړه چې تر اوسه لا  خپاره شوي ندي وړاندې کړې دي.

د راپور له مخې، د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر ۳۱مې پورې په پناه غوښتنو کې فرانسه د ۴۰,۸۷۱ غوښتنو سره مخکښ هېواد دی. ورپسې اسپانیا او په دریم کتار کې جرمني ځای لري. په جرمني کې د روان کال په لومړۍ ربع کې ۳۷,۳۸۷ پناه غوښتنې ثبت شوې دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۱ سلنه کمښت ښيي. په دې برخه کې هنګري د ۲۲ غوښتنو او سلواکیا د ۳۷ غوښتنو سره په وروستیو کې ځای لري.

د راپور له مخې، په اروپايي اتحاديه، سویس او ناروې کې ډېری پناه غوښتونکي د وینزویلا څخه راغلي دي، چې ورپسې د افغانستان او سوریې پناه غوښتونکي ځای لري. په ټوله کې، د روان کال په لومړۍ ربع کې د وینزویلا د پناه غوښتنو شمېر ۴۴ سلنه زیات شوی دی. همدارنګه، د اوکراینیانو، چینایانو او هنديانو د پناه غوښتنې شمېر هم په لوړه کچه زیات شوی دی. په مقابل کې، د سوریې او کولمبیا څخه د پناه غوښتنې شمېر په دې موده کې په څرګند ډول کم شوی دی.

د شمېرو له مخې، په اروپايي اتحاديه، ناروې او سویس کې د سوریې د هر دویم پناه غوښتنې غوښتنه په جرمني کې کېږي. په ټوله کې، په جرمني کې د ټولو پناه غوښتنو یوه څلورمه برخه د سوریایانو لخوا شوې ده، چې ورپسې افغانان ځای لري. په همدې حال کې، فرانسه د اوکراینیانو لپاره د لومړي نمبر هدف هېواد ګرځېدلی دی.